د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سوداګرۍ اسانولو کې بیساري اصلاحات راوستي - نړیوال بانک


نړیوال بانک وايي سره له دې چې افغانستان کې نا امنۍ شته خو بیا هم اقتصادي پرمختګ پام وړ دی
نړیوال بانک وايي سره له دې چې افغانستان کې نا امنۍ شته خو بیا هم اقتصادي پرمختګ پام وړ دی

افغانستان د سوداګرۍ د جواز فیس ۱۰۰ افغانیو ته راټیت کړی او د مالیاتو په راټولولو کې یې ستر اصلاحات راوستلي دي.

د نړیوال بانک د یوه تازه راپور وايي د افغانستان د سوداګرۍ د چارو په اسانتیاو کې ستر اصلاحات راوړي او له ۱۸۳ څخه ۱۶۷ مقام ته پورته شوی دی.

نړیوال بانک وايي افغانستان اوس د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د سوداګرۍ د چارو په اصلاح کې ښه روان دي.

د نړیوال بانک راپور چې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳۱) خپور شو په کې ویل شوي دي چې افغانستان په پنځو څرګندو برخو کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستلي چې په نړیواله درجه بندي کې مخکی شوی دی.

افغانستان د سوداګرۍ د پیلولو د چارو د اسانه کولو، د کریډټ د اخیستلو، د کوچنیو/اقلیتونو پانګوالو د ساتلو، د مالیې ورکولو/ټولولو او د دیوالي کېدو د مخنیوي په چارو کې پام وړ کارونه کړي دي.

د بېلګې په توګه مخکې په افغانستان کې د تجارت یو جواز باندې ۳۲۰۰۰ افغانۍ لګول کېدلې، خو اوس دا کار په ۱۰۰ افغانیو کیږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک ویاند روف ضیا امریکا غږ ته وویل چې افغانستان په تېر یو کال د همدغو اصلاحاتو له کبله د نړیوال بانک په تازه درجه بندۍ کې ۱۶ درجې مخکې شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر شوبهم چوهدري وايي د افغانستان لپاره اقتصادي پرمختګ ډیر مهم دی، ځکه چې د هغه په خبره له دې لارې پانګونه او ورسره کاري زمیني او فرصتونه هم زیاتیږي.

چوهدري وايي "موږ په تمه یو چې راتلونکي کال کې افغانستان لا نور هم پرمختګ وکړي."

د نړیوال بانک په اعلامیې کې د نوموړي له خولې لیکل شوی دي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته په کتو د سوداګرۍ د پرمختګ او اسانتیا لپاره د افغان حکومت دا هلې ځلې او کارونه د ستایلو" دي.

تر دې مخکې د افغانستان په هکله د نړیوال بانک اټکل کړی و چې د افغانستان اقتصادي وده لوړیږي. تیرکال د افغانستان اقتصادي وده د ۲،۲ فیصده وه.نړیوال بانکدا هم ویلي وو که که امنیتي وضعیت لا پسې خراب نشي، اټکل کیږي چې۲۰۱۸ کال کې به د افغانستان د اقتصادي وده۳،۲ سلنې ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG