د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۱۵۸۰۰۰ زده کوونکي په کانکور کې بریالي شوي


د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، په ۱۳۹۴ کا کې ۲۰۰زره زده‌کوونکو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو او له دې شمېرې ۱۵۸زره او ۷۶۰ ګډون‌کوونکو د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې په ۱۳۹۳ کال کې ۲۲۵زره زده‌کوونکو په کانکور ازموینه کې ګډون کړی وو او ۱۱۰زره ګډون کوونکو د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړې وې.

دا شمیره ښيي چې د تیر په پرتله پوهنتونونو ته د محصلینو په جذب کې ۴۴.۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د لوړو زده‌کړو وزیرې فریدې مومند په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په سیسټم کې د اصلاحاتو د راوستلو، د غیرمسئولو کسانو د لاسوهنې مخنیوي او له دې پروسې څخه د کلکې څارنې له امله د کانکور آزموینې په شفافه توګه ترسره شوې او په ترڅ کې یې په زیات شمیر ګډونکوونکو د بریالیتوب نمرېترلاسه کړې.

خو د لوړو زده‌کړې وزیرې د کانکور په راتلونکو ازموینو کې د یوشمیر احتمالي ستونزو یادونه وکړه.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دغې غونډې ته وویل، هغه اصلاحات چې د کانکور د آزموینې په برخه کې راوستل شوي، د دې لامل شوی چې دا بهیر په شفافه توګه او له مداخلې پرته ترسره شي.

ښاغلي عبدالله وویل"دا ځل الحمدلالله آزموینه د تیر په پرتله څو برابره په خورا اطمینان او باور ترسره شوه، زه یقین لرم ټولو هغو کسانو چې خپلې پایلې ترلاسه کوي، له دې پایلو به راضي وي او یو تعداد هغه کسان چې د خپلې خوښې پایلې نه ترلاسه کوي، دا باید خپله ناکامي و نه ګڼي بلکې دا باید یوه تجربه او له یوې مرحلې څخه د تیریدلو او د زیات کار او زیار په توګه وګڼي او د آزموینو په څرنګوالي کې به انشاء الله کومه ستونزه نه وي."

د کانکور د آزموینې یو شمیر ګډونکوونکي هم چې د پایلو اعلان ته په تمه دي په کانکور آزموینه کې د شفافیت غوښتنه کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د مسئولیونو پر وینا د ۱۳۹۴ کال د کانکور په آزموینه کې د جمبلنګ د سیسټم له لارې له ګډون‌کوونکو څخه آزموینه اخیستل شوې او له مخې یې هر یو کس ته د آزموینې ځانګړې پاڼه ورکول شوې وه، چې په کې د هغه عکس او د پېژندنې نمبر چاپ شوی وو.

دا مسئولین وايي، چې دغې چارې د نقل او بل هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG