د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې خلکو لسګونه جریبه شخصي ځمکې ښوونځیو ته ورکړې


د پکتیا یو ښوونځی چې ودانۍ نلري
د پکتیا یو ښوونځی چې ودانۍ نلري

د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې په يو شمېر سيمو کې ځايي خلکو د ښوونځيو د ودانيو لپاره په لسګونه جريبه شخصي ځمکې وقف کړي دي.

د پکتيا د پوهنې رئيس کوچی ځاځی وايي، چې د روان ۱۳۹۷ هـ ش کال په اوږدو کې په ځينو سيمو کې ځايي خلکو د ښوونځيو د ودانيو لپاره ۷۲ جريبه شخصي ځمکه وقف او د پوهنې ریاست ته یې سپارلې ده.

پکتیاوال د پوهنې سره د مینې په خاطر دا کار پداسې حال کې کوي چې دا مهال په پکتيا ولايت کې د ۴۰۰ فعالو ښوونځیو له جملې نه ۲۵۰ يې ودانۍ نه لري.

ښاغلی ځاځی وایي "متاسفانه داسې ښوونځي لرو چې شپږ دورې فارغين يې ورکړي، خو ودانۍ نه لري. موږ ولسونو ته مراجعه وکړه، هغوی هغه ځمکه چې غنم يې پرې کرلي وو، هغه یې ښوونځیو ته وقف کړله".

د پکتيا د پوهنې رئيس وایي ددې ځمکې مجموعي بیه شاوخوا ۶۰ ميليونه افغانۍ کیږي چې د پکتیا په مرکز ګردېز، اريوب ځاځي، ډنډپټان او ځينو نورو سيمو کې موقیعت لري.

ددې ترڅنګ د پکتيا د ځینو سيمو اوسېدونکو له ښوونځيو نه د ماشومانو پر مخنيوي قومي ناغه هم تړلې ده.

په پکتیا کې د نجونو یو ښوونځی
په پکتیا کې د نجونو یو ښوونځی

ښاغلی ځاځی وايي چې په راتلونکي تعليمي کال کې د پوهنې وزارت په احمدخېل، سيدکرم، ډنډپټان او ځينو نورو ولسواليو کې د هلکانو او نجونو لپاره د ۴۰ ښوونځيو ودانۍ جوړوي چې مجموعي لګښت یې ۶۰۰ ميليونو افغانيو ته رسيږي او د معارف وزارت له بودجې نه ورکول کیږي.

تېر تعليمي کال پکتيا کې د ټولو ښوونځيو د نارينه او ښځينه زده کوونکو شمېر ۲۳۳ زره ته رسیده.

XS
SM
MD
LG