د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې ۵۰۰۰ کورنیو ته په لومړي ځل برېښنا انتقالیږي


چارواکي وايي دغو ۵۰۰۰ کورنیو ته به دبرېښنا ورکولو چارې ژر تکمیل شي
چارواکي وايي دغو ۵۰۰۰ کورنیو ته به دبرېښنا ورکولو چارې ژر تکمیل شي

د پکتيا د دريو ولسواليو زرګونو کورونو ته د ازبکستانه د برېښنا د انتقال کارونه پیل شول چې د چارواکو په خبره په څو میاشتو کې بشپړ شي.

له کابل نه لوګر، پکتيا او بيا خوست ولايت ته له ازبکستان څخه د وارد شوې برېښنا چارې په دريو پړاوونو کې ترسره کېږي، چې د پايو نصبول، د مزو غځول، پر مارکېټونو او کورونو د برېښنا وېش په کې شامل دي.

وروسته له هغه چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې ۱۳۰۰۰کسانو ته د برېښنا ورکولو کارونه ختمېدو ته نږدې شول، نن یکشنبه (سپتمبر۳۰) د دغه ولايت په دريو ولسوالۍ کې ۵۰۰۰ نورو کورنیو ته هم د برېښنا ورکولو کارونه پیل شول.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې خبريالانو ته وويل، دغو ۵۰۰۰ کورنیو ته، چې په وزې ځدراڼ، ښواک او ګرده څېړۍ ولسواليو کې حساب شوې، په راتلونکو څو مياشتو کې به برېښنا ورکړل شي.

هغه وويل ”لومړی د پکتيا د ځدراڼ مېشتو دريو ولسواليو او بيا د خوست د ځدراڼ مېشتو ولسواليو ته ورکول کېږي. پر دې پروژې پنځه ميليونه ډالر لګول کېږي او مواد يې ۶۵٪ رارسيدلي دي‟.

له ازبکستان نه وارده شوې برېښنا له کابل نه تر خوست پورې څلور سب سټېشنه لري. د ځايي چارواکو په وينا دا څلور سب سټېشنونه اوسمهال د ۱۱۲ ميګاواټه برېښنا د انتقال او وېشلو ظرفيت لري.

د پکتيا د برېښنا شرکت رئيس انجنير محمد آصف نيازی وايي، چې په لوګر، ګردېز او خوست کې سب سټېشونه لادمخه جوړ شوي. هغه زياتوي نږدې راتلونکی به د وزې ځدراڼ سب سټېشن هم تکميل شي.

نيازي وويل ”د سب سټېشن کار هم ۹۰٪ تکميل شوی دی. دا سټېشن د ۱۶ ميګاواټه برېښنا د وېش ظرفيت لري. د سب سټېشن په تکميلدو سره به د يادو دريو ولسواليو خلک له برېښنا څخه برخمن شي‟.

په ورته وخت کې د پکتيا د ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکي د وارداتي برېښنا د شبکې پر فعاليدو خوښي څرګندوي. دوی هيله مند دي، چې د برېښنا په راتلو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي.

د وزې ځدراڼ ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي په همدې هکله داسې وايي: ”له برېښنا نه پنکي چلېږي، ثلاجې ترې چلېږي، برېښنا خو ډېره مهمه ده. اوس دلته خلک له سولر نه استفاده کوي. ځينې خلک شمعې بلوي، الکين بلوي او د ګاز سلنډر بلوي. که برېښنا ولرو په ډېرو شيانو کې ترې کار اخيستلی شو‟.

له کابل څخه لوګر، پکتيا او بالاخره خوست ولايت ته د انتقالېدونکې برېښنا چارې شاوخوا دوه کال مخکې پيل شوې دي. د مسوولينو په وينا دا پروژه په راتلونکو څو مياشتو کې سل په سلو کې تکميلېږي.

XS
SM
MD
LG