د پروګرام جوړوونکي وايي چې په دغې ازموینې کې به ۱۰۰زره زده کوونکي برخه اخلي، چې په لومړي سر کې به د هر ولایت د معارف ستوري او بیا به د ستورو ترمنځ بلې سیالۍ کې د افغانستان ستوری وپېژندل شي.
اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ نجونې به هم د معارف ستوري په ازموینې کې براخه واخلي.
د نهاد جوانان مسلمان په نامه دغه ټولنه وايي، ازموینه د افغانستان د پوهنې وزارت په سلا مشورې او لارښونې کوي، خو نوښت د دوی دی او هدف یې تعلیم او زده کړو ته د ځوانانو هڅول دي.
دا لومړل ځل دی چې، د هېواد په کچه دا ډول یوه سیالۍ کیږي او نوملیکنه یې د شنبې په ورځ پيلیږي.
د دغې ټولنې د اړیکو مشر مدثر اسلامي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د هر ولایت لپاره درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ټاکل شوې ده چې د زده کوونکو د فیسونو او نورو ملي پانګوالو له لوري برابریږي.
د معارف ستورو ته کور دننه او بهر لسګونه تعلیمي بورسونه او نورې پام وړ جایزې هم په پام کې نیول شوي دي.
له ښاغلي اسلامي سره پوره مرکه دلته واورئ:
-
جعفر هاند
جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.