د لاس رسي وړ اتصالات

کمېسیون: لسګونه زره کورني او بهرني ناظرین د ولسمشریزو ټاکنو څارنه کوي


ټاکل شوې افغان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه د ميزان پر شپږمه تر سره شي
ټاکل شوې افغان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه د ميزان پر شپږمه تر سره شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له تخنیکي اړخه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر ډاکټر حبیب الرحمن ننګ د جمعې په ورځ د سپټمبر پر ۲۷مه «وږې پنځمه» د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې د یادو ټاکنو د ښه تر سره کېدو لپاره یې یولک ۴۴زره او ۱۴۶ تنو ته د نظارت کارټونه ورکړي دي.

هغه وویل، چې د ټاکنو په ورځ په ۴۴۶ ادارې واحدونو کې ټاکنې تر سره کېږي، چې زیاتو واحدونو ته یې ټاکنیز موادو رسېدلي او یوازې ۱۰۲ ادارې واحدونه پاتې دي، چې د نن ورځې تر پایه به ټول مواد ورته انتقال شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون لخوا اد نظارت او مشاهدې لپاره ۲۰۶ ملي او نړیوالو بنسټونو ته اعتبار لیکونه هم ورکړل شوي دي.

هغه وویل، چې د یادو کسانو له ډلې ۷۴ تنه یې بهرني مشاهدین او ۸۵ نور یې نړیوال مېلمانه دي.

ښاغلي ننګ وویل:"ستاسو له طریقه، پر خپلو همکارانو، ناظرینو او مشاهدینو غږ کوم، چې د ټاکنو په ورځ بې طرفي وساتي او کوښښ وکړي، چې د ټاکنو د شفافیت د تضمین لکه څرنګه چې موږ د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې ده،چې په ټوله بې طرفۍ سره به موږ دغه ټاکنې مدیریت کوو او نظارت به یې کوو، موږ پوره چمتووالی لرو."

دغه کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز هم وویل، چې د ټاکنو کمېسیون او نورو اړوندو امنیتي ارګانونو سره یې په ګډه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په اړه پوره چمتووالی نیولی دی.

دغه وزارت وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ښه تر سره کېدو په هدف یې له اړوند ارګانونو سره په ګډه مخکې له ټاکنو، د ټاکنو په ورځ او وروسته له ټاکنو پر درې پلانونو کار پیل کړی دی.

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا د ټاکنو د ګډوډېدو ګواښ وکړ، خو د افغانستان لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري وویل، که طالبان غواړي په دغه ورځ ګډوډي رامنځته کړي دا هېڅ امکان نه لري.

هغه وویل:" که چیري د دې نیت ولرئ، چې کډوډي رامنځته کړئ،او د افغانستان له خلکو څخه دغه حق د هغوی د وینې په بیه واخلئ دا هیڅ امکان نه لري."

دغه کنفرانس ته د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات هم وویل، چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی او زیاته یې کړه، چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو د سږ کال پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو کې ۹۵ سلنه کموالی هم راغلی دی.

هغه د بریدونو د کموالي لامل د افغان امنیتي ارګانونو لخوا د ښو امنیتي تدابیرو نیول یاد کړل.

سادات زیاته کړه:"په ۲۰۱۴ کال کې پر ټاکنیزو کمپاینونو ۹۴ نوي بریدونه شوي دي، او سږ کال موږ پر ټاکنیزو کمپاینونو اته بریدونه لرل، چې پنځه کاله مخکې موږ پر ټاکنیزو کمپاینونو ۹۴ بریدونه لرل."

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې سبا شنبه د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG