د لاس رسي وړ اتصالات

د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیا شمېرلو بهیر سبا پیلېږي ـ کمېسیون


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي ټاکل شوې، سبا یکشنبه په پاتې اوو ولایتونو کې د ۱۳۷۹محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرلو بهیر پيل شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله تېره شپه خپلو پلویانو ته امر وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون کار کوونکو ته د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو اجازه ورکړي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ د ډسمبر پر۱۴مه «لېندۍ۲۳مه» امریکا غږ ته وویل، هڅه کېږي چې د یادو ولایتونو د بیا شمېرلو بهیر په دوو ورځو کې بشپړه شي.

هغه وویل:"سرله سبا به په اوو ولایتونو کې د تفتیش او بیا شمېرنې پروسه پیل شي،پر تخنیکي مواردو باندې همدا اوس بحث کېږي،همکاران چمتو کېږي، تر څو دغه او ولایتونو ته ولاړ شي. چې د ۱۳۷۹ محلونو تفتیش او بیا شمېرنه وکړي."

په دغو او ولایتونو کې پنجشیر، سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب او جوزجان شامل دي.

ښاغلي سادات وویل، چې د یادو ولایتونو د نتیجو تر معلومېدو وروسته به د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره میاشت د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۸زره محلونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړ چې په یادو اوو ولایتونو کې د عبدالله عبدالله د پلویانو لخوا له مخالفت سره مخ شو.

د عبدالله عبدالله ملاتړو په دغو ولایتونو کې د رایې مرکزونه وروسته له هغې وتړل چې د دغو مرکزونو ۳۰۰ زره جنجالي رایې د بیا شمیرنې په بهیر کې شامل کړل شوې.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې څه باندې دوې میاشتې مخکې تر سره شوې، خو تر دا مهاله یې د ځینو ستونزو له امله لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

XS
SM
MD
LG