د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمسیون: پایلې اعلانوو؛ عبدالله: بې تفاونه نه پاتې کیږو


د ټاکنو کمسیون: پایلې اعلانوو؛ عبدالله: بې تفاونه نه پاتې کیږو
د ټاکنو کمسیون: پایلې اعلانوو؛ عبدالله: بې تفاونه نه پاتې کیږو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ممکن د نن چهارشنبې ورځې تر پایه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات د ډسمبر پر۱۱مه «لېندۍ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یو دوو موردو تر حلېدو وروسته به دغه پایلې ممکن نن اعلان شي.

هغه زیاته کړه، چې کمېسیون د لومړنیو پایلو اعلان ته پوره چمتووالی نیولی دی.

ښاغلي سادات وویل: "دارالانشاء ته دنده ورکړل شوې وه، هغوی هم خپل راپور چمتو کړی و د کمېسیون رهبرۍ ته یې وسپارو، هغلته بیا په یو دوو موردو کې دوی ملاحضات لرل، بېر ته یې وظیفه ورکړل، چې هغه نیمګړتیاوي پوره کړي، او دغه راپور ته منتظر دي، چې دغه راپور وسپارل شي انشاءالله نتیجه به اعلان شي... دوه مورده وو هغه دومره مشکله نه و، هغه ژر جوړېږي او چې راپور وسپارل شي که د رب رضاه نن اعلانېږي."

د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د لومړنیو پایلو اعلان ته د چمتووالی خبر ورکوي، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې لا هم د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره میاشت په ټول افغانستان کې د ۸۲۵۵ رای محلونو د بیا شمېرلو لړۍ پیل کړه، چې د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت نبیل لخوا یې مخالفت وشو.

تر هغه وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنۍ» ټاکنیز ټکټ پلویانو د کمېسیون له یادې چارې سره په مخالفیت کې په څو ولایتونو کې لاریونونه پيل کړل او په اوو ولایتونو کې د اعتراض په توګه د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه وتړل.

خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه ویاند ذبیح سادات بیا امریکا غږ ته وویل، چې کمېسیون د یادو او ولایتونو رایې د مخکنۍ نتجیې په اساس اعلانوي هغه وویل:"د اوو ولایتونو لپاره خو موږ ډېر کوښښ وکړ، هغه ولایتونه چې مزاحمت پکې شوی دی، د ټاکنو کمېسیون کار کوونکو ته باید اجازه ورکړل شي،خو تر اوسه پوري دوی دا کار ونه کړ،کمېسیون مجبوره دی هغه کومې نتیجې چې راغلي دي،هغه له لومړنیو پایلو سره اعلان کړي."

خو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله بیا نن چهارشنبه د «لېندۍ پر۲۰مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، که چیري د ټاکنو کمېسیون د دودی غوښتونو ته رسیدګي پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي دوی به یې ونه مني.

هغه لیکلي:"که چېرې ټاکنو کمېسیون د انتخاباتي ټکټونو قانوني غوښتنو ته له رسیدګۍ پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د کمېسیون اعلان به زموږ لپاره د منلو وړ نه وي او پر وړاندې به یې بې‌تفاوته پاتې نشو."

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېرې میزان میاشتې پر شپږمه نېته تر سره شوي، چې د شااوخوا دوو میاشتو په تېرېدو سره یې لا لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو کمېسیون تر دې مخکې هم څو ځله د لومړنیو پایلو د اعلان خبر ورکړی، خو وروسته د ځینو ستونزو له امله ځنډېدلی دی، دا چې لومړنۍ پایلې به نن چهارشنبه اعلان شي کنه وروسته به معلومه شي.

XS
SM
MD
LG