د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي درغلیو د مخنیوي لپاره پلان ترتیب شوی


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې دروان لمرذیز کال د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې را روانو ټاکنو د شفافیت لپاره یې د نورو اقداماتو ترڅنګ د بایو مټریک په دستګاو کې داسې ټکنالوژۍ نصب کړې، چې له مخې به یې هغه رایې ورکوونکي، چې د دوهم ځل لپاره د رایې د اچولو هڅه وکړي وبه پیژندل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو ویاند میزا محمد حق پرست امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وویل، چې په بایومټریک دستګاو کې نصب شوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د دوهم ځل لپار رایې اچونې مخه په ښه ډول نیول کیدلی شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې د بایومټریک دستګاو د کارولو لپاره په کابل کې ۱۹۷ تنو ته ځانګړې روزنه ورکړې، چې دا روزونکي به په ولایتونو کې نورو ته روزنه ورکړي.

ښاغلی حق پرست وايي، چې دا ۱۹۷ روزونکي ولایتونو ته استول شوي او اوس هغوی په ولایتونو کې د ټاکنو د کمیسیون د ولسوالیو د امرانو او مامورینو د روزنې کار پیل کړی دی.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۲۳ ورځې پاتې دي
په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۲۳ ورځې پاتې دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وايي، چې د سنبلې تر ۲۶ مې پورې به د روزنې بهیر بشپړ شي.

ټاکل شوې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو په ورځ شاوخوا پنځه زره د رایې اچونې په مرکزونو کې د شاوخوا ۳۵ زره بایومټریک دستګاو څخه کار واخلي.

د افغانستان د ټاکنو څار ادارې په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ استعمال د ټاکنو شفافیت لپاره یو ښه قدم ګڼي، خو په ورته وخت کې اندیښنه هم ښيي، چې د ټکنالوژۍ څخه ناسمه کار اخیستنه به د ټاکنو په ورځ د تیر لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې په څیرد رایې اچونې په برخه کې ستونزې وزیږوي.

د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې ټکنالوژي یو فرصت دی، که په سمه توګه ونه کارول شي په ګواښ باندې هم بدلیدلی شي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۲۳ ورځې پاتې دي.

د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونوکې د جګړو له امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون تراوسه څو شمالي ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو موادو پر لیږد نه دی بریالی شوی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تراوسه یې لسو ولایتونو ته د هوا او ځمکې له لارې د ټاکنو حساس او غیر حساس مواد لیږدولي دي.

ټاکل شوې، چې ټولو ولایتونو مرکزونو او بیا له مرکزونو ولسوالیو ته ته د ټاکنیزو موادو لیږد باید د سنبلې تر ۲۲ مې ورځې بشپړ شي .

XS
SM
MD
LG