د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ټاکنو لپاره نوي کمشنران غوره کوي


اوه کسه د ټاکنو او پنځه کسه د شکایتونو کمیسیون غوره کیږي
اوه کسه د ټاکنو او پنځه کسه د شکایتونو کمیسیون غوره کیږي

څلورسوو کسانو د افغانستان په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د کارکولو لپاره وړاندیزلیکونه ورکړې او پدوې کې دیرش ښځي دي.

د ټاکنیزو کمسیونونو د غوراوۍ کمیټه وايي چې تر اوسه یې د ۴۰۰ کسانو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې غواړي په ټاکنیزو کمیسیونونو کې کار وکړي. په دوې کې ۳۰ ښځې دي.

چارواکي وايي تر ارزونې وروسته به ۲۱ کسان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ۱۵ به د شکایتونو کیمسیون لپاره د افغانستان ولسمشر ته وړاندې شي چې په پایله کې به د افغانستان ولسمشر ۷ کسه د ټاکنو او ۵ کسه د شکایتونو کمیسیون ته غوره کړي.

د غوراوۍ د کمیټې غړی محمد نعیم ایوب زاده وايي "له څیړونو وروسته هغه کسانو چې غوښتن لیکونه سپارلي دي له ډلې به یې مسلکي، بې طرف او پیاوړي کسان د ټاکنیزو کمیسیونونو غړیتوب لپاره جمهوري‌ ریاست ته به وړاندې شي".

بل لور ته د رڼو ټاکنو فعالین وايي چې د نویو کمشنرانو په غوراوي کې باید ډیر دقت وشي او وړ کسان باید په چارو وګمارل شي.

د ټاکنو بهیر د ټینګښت لپاره د افغانستان د مدني ټولنو شبکه یا اکسین یو غړی حبیب الرحمان ننګ وايي "د اکسین شبکه د غوراوۍ له کمیټې څخه غوښتنه کوي ترڅو د نویو کمشنرانو د ټاکلو په برخه کې د مسلکيتوب،‌کاري تجربې او بې پرېتوب ټکي په پام کې ونیسي ترڅو ددغې کمیټې پیاوړتیا او استقلالیت تضمین کړي".

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د وړاندیز پر اساس د غوراوۍ کمیټې د روان لمریز کال د جدي د میاشتې په لسمه نیټه په کار پیل کړی چې اوه غړي لري دا کمیټه دنده لري ترڅو نوي کسان د کمیشنرانو په توګه حکومت ته وړاندیز کړي.

د غوراوۍ کمیټه پداسې حال کې کار کوي چې د ملي شورا دواړو جرګو د دې کمیټې د جوړیدو او کار لپاره د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د راتلونکي کال په اوړې-مني منځ موده کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG