د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل او ۱۰ ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه ـ برېښنا شرکت


د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، په جنوبي سالنګ کې د وارداتي برېښنا تخریب شوې پایه د دغه شرکت د کار کوونکو لخوا بېرته رغول شوې او تر درې اونیو وروسته کابل او یو شمېر ولایتونو ته د برېښنا جریان په عادي ډول پیل شوی دی.

دغه پایه د تېرې تلې میاشتې پر ۱۶مه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د څلور تنو اوسېدونکو لخوا تخریب شوې وه، چې وروسته د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شول.

یادو نیول شوو کسانو، چې د وارداتي برېښنا دغه پایه یې له برېښنا شرکت څخه د پیسو غوښتلو په خاطر تخریب کړې وه، پر خپل جرم اعتراف کړی و.

د افغانستان د برېښنا شرکت د جمعې په ورځ د «لړم پر لسمه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاده پایه د دوی د تخنیکي ټېم لخوا په اساسۍ او مسلکي ډول بېرته رغول شوې، چې د پلخمري - چمتلې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برښنا مزو دواړه سرکتونه يې بیرته فعال او روښانه کړل.

د برښنا شرکت انجنیري ټېم
د برښنا شرکت انجنیري ټېم

په دغه بیان کې راغلي:"د وارداتي برښنا نوموړي مزي د شپې ۱۰:۳۷ دقیقې د روښنايې راوړونکو اتلانو په مټ ورغول شول چې په فعالیدو سره يې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا بیرته عادي حالت ته را وګرځیده."

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې د کابل ترڅنګ یو شمېر نورو ولایتونو کې هوا سړه شوې، د برېښنا پرچاوي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي و.

XS
SM
MD
LG