د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د وارداتي برېښنا درې پایې په بمونو الوزول شوي


له تېرې ورځې په کابل ښار کې برېښنا قطعه شوې ده
له تېرې ورځې په کابل ښار کې برېښنا قطعه شوې ده

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، نن یکشنبه د سپټمبر ۱۵مه د «وږې۲۴مه» په بغلان ولایت کې د تاجکستان د وارداتي برېښنا درې پایې په ماینونو الوزول شوي دي.

برېښنا شرکت وايي، چې د یادو پایو د تخریب له امله د کابل په ګډون پر مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو باندې برېښنا قطعه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي امریکا غږ ته وویل، چې دغه پایې نن یکشنبه سهار لس بجې د بغلان ولایت په «میرزاد حسن تال» سیمه کې د وسله والو مخالفینو لخوا په بمونو الوزول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو پایو له لارې ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا انتقالېدله.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:"سیمه ناامنه ده، زموږ تخنیکي ټېمونو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، خو هڅه کوو، چې اجازه تر لاسه کړو."

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند همدارنګه زیاته کړه، چې وړمه ورځ په کندز ولایت کې هم د وسله والو مخالفینو لخوا د برېښنا د یوې پایې د تخریب له امله پر شمالي ولایتونو د ازبکستان د وارداتي برېښنا انتقال بند شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د بغلان په ډنډي شهاب الدین سیمه کې هم د وارداتي برېښنا یوه پایه ویجاړه شوې وه.

د تېرې ورځې راپدېخوا د برېښنا قطعه کېدو له امله کابل ښاریان له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

په شمالي کې د وارداتي برېښنا پایې پر داسې مهال ویجاړېږي، چې بغلان او کندز په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د لویو بریدونو شاهد و.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG