د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې جګړو د وارداتي برېښنا دوه لینونه پرې کړي


د افغانستان د برېښنا ریاست وايي، په بغلان ولایت کې د وسله والې نښتې له امله د ابکستان د وارداتي برېښنا د دوو لینونو د پرې کېدو له امله د کابل ښار او اوو نورو ولایتونو برېښنا قطعه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي‌ د دوشنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل چې:" نن سهار نهه بجې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لومړی لین د پلخمري ښار په ۲۶ کیلومترۍ او دوهم لین یوولس بجې د پلخمري ښار په ۲۸ کیلومترۍ فاصله کې د دوشي طرف ته د جګړې له امله قطعه شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې د یادو لینونو د پرې کېدو له امله پر کابل سربېره د پروان، کاپیسا، میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا برېښنا قطعه شوې ده.

هغه وویل چې، د برېښنا شرکت کار کوونکي‌ تر ساعتونو انتظار وروسته توانېدلي چې د پېښې ځای ته ځان ورسوي تر څو قطعه شوي لیونونه بېرته وصل کړي.

توحیدي وايي، ټاکل شوې د سبا سې شنبې ورځې تر پایه د برېښنا قطعه شوي لینونه بېرته وصل او برېښنا یادو ولایتونو ته ورسېږي.

له ازبکستان او تاجکستان څخه وارداتي برېښنا له بغلان ولایت څخه تېرېږي چې تر دې مخکې هم څو ځله د وسله والو نښتو له امله قطعه شوې ده.

افغانستان له ازبکستان سره د ۳۴۰ مېګاواټه برېښنا قراراد لري چې دغه هېواد اوس مهال یوازې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

XS
SM
MD
LG