د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د اوزبیکستان وارداتي برښنا یو ځل بیا قطع شوه ــ برښنا شرکت


د افغانستان برښنا شرکت وایي، د اوزبیکستان وارداتي برښنا یو ځل بیا په هغه هیواد کې د تخنیکي ستونزو له امله قطع شوې ده.

دغه شرکت پرون جمعه ناوخته جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۲۳) ویلي چې اوس مهال د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته د وارداتي برښنا جریان بند شوی دی.

د افغانستان برښنا شرکت په وینا د اوزبیکستان چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی چې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به ډېر ژر هواره شي.

د برښنا شرکت مسؤلینو همدارنګه زیاته کړې چې دوی توانېدلي د تاجیکستان ۷۵ میګاواټه برښنا له کابل او د ترکمنستان وارداتي برښنا له کندز او تخار ولایتونو سره وصل کړي.

یاد شرکت زیاته کړې: "د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدل چې د برېښنا پرچاوۍ ستونزې د بېړني حل په موخه د تاجکستان هېواد ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا کابل ته ونښلوي او د ترکمنستان وارداتي برېښناکندز او تخار ولایتونو ته ونښلوي."

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت په روانه جنوري میاشت کې د اوزبیکستان او تاجیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برښنا تړون تمدید کړ، یادو هیوادونو ژمنه وکړه چې په دغه موده کې به د افغانستان د اړتیاوړ برښنا به چمتو کړي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې له کابل سره د تاجیکستان وارداتي برښنا په بیرته وصلولو سره به په مرکز او ګاونډیو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره په کابل او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

تیره میاشت هم افغانستان ته د اوزبیکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله قطعه شوې وه چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ شوي و.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د جنورۍ پر لومړۍ نېټه تاجیکستان ته د سفر پرمهال ویلي و چې تاشکند ته د طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برښنا وارداتي تړون د تمدید ترڅنګ افغانستان ته د وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزه هواره شوې ده.

افغانستان ته د اوزبیکستان وارداتي برښنا د قطع کېدو سره هم مهاله د کابل ترڅنګ د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې هوا زیاته یخه شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دهمغږۍ دفتر(اوچا) ویلي چې په راتلوونکو ورځو کې به د افغانستان په ځنیو برخو کې د هوا د سانتي ګراد منفي ۳۵ درجو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG