د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان برښنا شرکت اوزبیکستان سره د برښنا تړون د تمدید خبر ورکړ


په افغانستان کې د برښنا پرچاوي زیاتوالي سره هم مهاله، د افغانستان برښنا شرکت د اوزبیکستان برښنا ملي شرکت ترمنځ د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د واریداتي برښنا د تړون د تمدید خبر ورکړ.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د یکشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ (مرغومې ۱۱) خبریالانو ته لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې دغه تړون تیره ورځ په اوزبیکستان کې د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ښاغلي میوندي زیاته کړې: "سږ کال موږ وکولای شوای چې له اوزبیکستان هیواد سره تړون نوی کړو د وارداتي برښنا په برخه کې."

نوموړي زیاته کړې چې د دغه تړون په اړه بشپړه معلومات به تاشکند ته د تللي طالب پلاوي له رارسېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

طالب چارواکي داسې مهال له اوزبیکستان سره د وارداتي برښنا تړون د تمدید خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته د دغه هیواد وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله قطعه شوې وه چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي و.

د افغانستان برښنا شرکت تر دې مخکې ویلي و چې د اوزبیکستان وارداتي برښنا تخینکي ستونزې هواري په اړه هڅې پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت د وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو د هواري په هدف د تیرې پنجشنبې په ورځ اوزبیکستان ته د اوبو او نرژۍ وزارت د سرپرست عبداللطیف منصور په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړ.

د طالبانو د اوبو او نرژۍ وزارت سرپرست چې ددغه پلاوي مشري کوي د افغانستان له ملي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې له اوزبیکستاني چارواکو سره یې د برښنا د تخنیکي ستونزو هواري او د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د وارداتي برښنا د تمدید په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي منصور ویلي چې تاشکند ته د طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برښنا وارداتي تړون د تمدید ترڅنګ افغانستان ته د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه هواره شوې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې څخه په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د روان کال تر پای ته رسېدو پوري له اوزبیکستان سره د وارداتي برښنا تړون لاسلیک کړی و.

د دغه تړون په اساس، اوزبیکستان ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې به، د ۱۰۰ میلیون ډالرو په بدل کې به افغانستان ته دوه میلیارډ کیلواټ برښنا صادره کړي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG