د لاس رسي وړ اتصالات

په تهران کې د افغانستان سفارت د ایران حکومت ته وسپارل شو - افغان دپلومات


په تهران کې د افغانستان د سفارت د دپلوماتانو او کارکوونکو وروستی تصویر
په تهران کې د افغانستان د سفارت د دپلوماتانو او کارکوونکو وروستی تصویر

یو افغان دیپلومات امریکا غږ ته تائید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر نن د فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.

د افغانستان د پخواني حکومت دپلوماټ حامد رهګذر امریکا غږ ته وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عبدالقیوم سلیماني احضار کړ او هغه ته یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.

رهګذر زیاته کړه چې ایراني چارواکو سلیماني ته ویلي چې تهران غواړي د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

هغه زیاته کړه: "په همدې اساس د افغانستان سفارت، د دپلوماتانو ډلې او عبدالقیوم سلیماني پریکړه وکړه چې سفارت به د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارو او کوربه هیواد به یې په اړه پریکړه وکړي."

د افغانستان د پخواني حکومت دغه دپلومات زیاته کړه چې سفارت نن مازدیګر څلور بجې وتړل شو او ټول وسایل او وسایط یې د ایران حکومت ته وسپارل شول او ټاکل شوې چې د سفارت کیلي د ایراني چارواکو له خوا د طالبانو د ډلې استازي فضل احمد حقاني ته وسپارل شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې دغه سفارت به ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه به د شارژدافیر او دپلوماټانو په ګمارلو سره د معمول په څیر دوام ولري.

هغه زیاته کړه، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت، د دپلوماتانو بدلول یوه عامه خبره او د هر هېواد مشروع حق دی. خو د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه سفارت مشر او خپل دیپلوماتان نه دي معرفي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ دغه بدلونونه تائید کړي وو.

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۰ مه (کب اول) وویل: «د یو دپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او د سفارت سرپرستي بل دپلومات ته سپارل د سفارت د حقوقي وضعیت د بدلون په معنا نه دي.»

ځینو افغان رسنیو خبر ورکړی و، چې په تهران کې د افغانستان سفارت به طالبانو ته وسپارل شي. سرچینو دغو رسنیو ته ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت هغو کارکوونکو ته، چې نه یې غوښتل له طالبانو سره کار وکړي، دغه سفارت ته د ننوتو اجازه ور نه کړه.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دا مهال د افغانستان ډېر سفارتونه د تېر حکومت د دپلوماټانو له خوا اداره کېږي.

خو بیا هم په وروستیو څو میاشتو کې چین، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو د ادارې ډیپلوماتان منلي دي.

XS
SM
MD
LG