د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کې په افغان سفارت کې بدلون؛ ایران وايي طالبانو سره یې تعامل ندی بدل شوی


د طالبانو حکومت ته په ایران کې د افغانستان سفارت احتمالي سپارولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې د دغه هیواد په دریځ کې کوم تغیر نه دی راغلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب لومړۍ) په تهران کې د افغانستان سفارت رهبرۍ کې د تغیراتو په اړه ویلي: "د یو دپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او بل دپلومات ته د سفارت د سرپرستۍ چارو سپارل د هغه سفارت په قانوني حیثیت کې د بدلون په معنی نه ده."

د افغانستان یو شمېر سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په تهران کې د افغانستان سفارت راتلونکې اونۍ د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.

دغو سرچینو ویلي چې د ایران حکومت هغه افغان دپلوماتان چې نه یې غوښتل له طالبانو سره کار وکړي دغه سفارت ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي چې تر دا مهاله د دغه سفارت په حقوقي وضعیت کې هیڅ تغیر نه دی راغلی او د دغه سفارت په رهبرۍ کې تغیر یو معمول او داخلي مسئله ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. د ایران په ګډون یو شمېر نورو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه لا هم د افغانستان د تیر حکومت دپلوماتانو لخوا اداره کیږي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته لا هم هغوی د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي. خو د ایران په ګډون، روسيې، چین، پاکستان، ترکمنستان، ترکیې او یو شمېر نورو هیوادونو په کابل کې د طالبانو حکومت تر حاکمیت لاندې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

چین، پاکستان، روسیه او ترکمنستان هغه هیوادونه دي چې په هغه هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG