د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیا هغه افغانان واېستل چې له ځواکونو سره یې کار کړی و


په افغانستان کې د تخلیې ماموریت
په افغانستان کې د تخلیې ماموریت

یوه الوتکه ۸۴ هغه افغانان او د کورنۍ غړي یې، چې په افغانستان کې یې د هسپانوي ځواکونو سره کار کړی و، د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې۱۹) مادرید ته انتقال کړل.

دا افغانان د افغانستان نه لومړی پاکستان او د هغه ځای نه هسپانیا ته ولېږدول شول.

د هسپانیا حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا نظامي الوتکه د مادرید ښار سره نږدې په نظامي اډې کې په محلي وخت د شپې په نهو بجو ښکته شوله.

د دغو افغانانو د هرکلي لپاره د هسپانیا د دفاع، بهرنیو او مهاجرینو د چارو وزیران هوایي ډګر ته ورغلي و.

د هسپانیا په محلي مطبوعاتو کې ویل شوي چې ټول مسافرین ۸۴ تنه و او د هغو ۱۴ افغانانو د کورنۍ غړي دي چې په افغانستان کې یې د هسپانوي ځواکونو سره کار کړی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر هوزې مانیول الباریز په یوې اعلامیې کې چې په ټویټر کې خپره شوه د دغو افغانانو په راایستلو کې د پاکستان نه مننه کړې.

د هسپانیا ملي راډیو او د ال پایس ورځپاڼې ویلي چې مادرید به د افغانستان نه نږدې ۲۵۰ افغانان چې وار د مخه پاکستان ته تللي دي په نظامي الوتکو کې راوباسي. ټاکل شوې یوه بله الوتکه نن سه شنبه روانه شي.

هسپانیا د دغو افغانانو د رایستلو لپاره څو اونۍ د پلان په جوړولو کار کړی و. د بهرنیو چارو وزیر د سپټمبر د میاشتې په پیل کې قطر او پاکستان ته تللی و چې پدې هکله د اړوند هیوادونو د چارواکو سره خبرې وکړي.

د اګست په میاشت کې چې طالبان کابل ته ننوتل او واک یې تر لاسه کړ، هسپانیا د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه څه باندې۲۰۰۰ کسان چې ډیری یې هغه افغانان و چې د دې هیواد سره یې کار کړی و، د کورنۍ د غړیو سره یو ځای وایستل.

خو دا پروازنه وروسته ترهغه بند شول چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه راووتل.

د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانچیز د اګست په میاشت کې ویلي و چې د "هغو افغانانو په اړه نه بې علاقې کیږي چې پخپل هیواد کې پاتې دي او غواړي چې راووځي. "
په همدې حال کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسپ بوریل د غړیو هیوادونو نه غوښتي چې لږ تر لږه د ۱۰ نه تر ۲۰ زرو پورې افغان پنا غوښتونکو ته دې ځای ورکړي.

ښاغلي بوریل په مادری کې وویل، "د هغوي (افغانانو) د هرکلي لپاره باید هغوي راوایستل شي او مونږ دا کار کوو خو آسانه ندي. "

XS
SM
MD
LG