د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت ۱۰۰دپلوماتیک بستونه لغوه کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو یوه نوې لړۍ پیلوي چې په ترڅ کې به یې لسګونه دپلوماتیک بستونه هم لغوه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان د سه شنبې په ورځ (جنوري۷) کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اصلاحاتو دا لړۍ یو پنځه کلن پلان دی چې په څلورو برخو کې ترتیب شوی.

د هغه په وینا د پلان په عملي کېدو سره به له یوې خوا افغان حکومت ته تر یو ملیارد افغانۍ سپما شي او له بلې خوا به د دپلوماتانو په ګمارلو کې د سیاسیونو او وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو لاس لنډ شي.

هغه وویل چې په وزارت کې یې په ګمارنو کې د "سیاسیونو، د بهرنیو چارو د وزیر، د بهرنیو چارو وزارت د معینانو رول صفر ته ټیټ کړی دی."

نوموړي زیاته کړه: "په دغه وزارت کې د مامورینو د ګمارنې بهیر به د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا د پارلمان د استازو ترڅارنې لاندې ترسره کیږي."

۱۰۰ دپلوماتیک بستونه لغوه کیږي

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد وايي د دغه پلان له تطبیق وروسته به سپما شوې پیسې د وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا په لوړولو او هېواد کې دننه د وزارت نمایندګیو ته د جدایداد په اخیستلو ولګول شي.

ښاغلي هیواد وویل: "سل خارجي دپلوماتیک بستونه لغوه کیږي او ۸۷ نور بستونه تقاعد کیږي، چې پر لغوه کیدو یې هم غور کیږي. د سیاسي او اقتصادي معینیت د ادغام طرحه وړاندې شوې ده. دا موضوع هم مطرح ده، چې اداري معینیت د ریاست کچې ته راټیټ شي. پنځه ریاستونه به په دریو بدلیږي، د دپلوماسۍ انسیتوت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسیتوت سره مدغم کیږي ".

د تقاعد عمر

د دې ترڅنګ به د قنسلي چارو نوی معینیت د وزارت په تشکیلاتو کې زیاد شي.

همداشان د دغه پلان پر اساس به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو مامورینو لپاره ځانګړی قانون ولري، چې له مخې به یې د مامورینو د تقاعد د عمر موده او خدمت موده هم د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون پرتله کمه وي.

دا پلان د دوشنبې په ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني ته سپارل شوی او له منظور کېدو وروسته به یې پلي کیدل پیل شي چې تر دوو کلنو به بشپړ شي.

د سیاسي او حقوقي چارو یو کارپوه سبحان مصباح امریکا غږ ته د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو په اړه وویل، چې دا پلان باید د افغانستان بهر د میشتو افغانانو شمیر او اړتیاو ته په کتو پلی شي.

ښاغلي مصباح وویل: "که مامورین کموي او که دپلوماتان کموي له هیواد څخه بهر زه فکر کوم دا به ښه سیاست په دی نه وي، چې ډیر افغانان له وطن څخه بهر دی. که داسې فکر کیږي، چې د نورو هیوادونو دپلوماتان په بهرنیو هیوادونو کې کم دي او دا په هغه مقیاس باندې مخ ته ځي، زه فکر کوم دا مقیاس په دې باندې سم نه دی، چې افغانان ډیر اواره دي د سیمې په هیوادونو او اروپايي هیوادونو کې".

د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو بهیر وروسته له هغه کړندی شو چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د روان لمریز کال د لړم په لومړیو کې د اصلاحاتو په سر د پیښ شوو جنجالونو له امله استعفی وکړه.

د ښاغلي رباني د وزارت پر مهال د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون چارواکو څو ځلې ادعا کړې وه چې ښاغلی رباني په وزارت کې د اصلاحاتو د راوستلو مخه نیسي.

خو صلاح الدین رباني دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG