د رویټرز خبری اژانس د افغانستان او د ملګرو ملتونو د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان په شمال کې سیلابونه راغلي دي، لږ ترلږه ٣٧ کسه یی وژلی دي. دغو سلابونو چې د پنځه ورځو پرله پسې
بارانونو له امله راغلی دی د سلو نه زیات کورونه او سلګونه هکتاره زراعتی ځمکه او څاروی یی تباه کړیدي.
د غور د ولایت نطاق عبدالحی خطیبې، نن وویل ، د ولایت د مرکز چخانسور په شمول په څلورو ولسوالیو کې ٢۴ کسه دغو سیلابونو وژلي دي. ده وویل اوس هم وریځ ده او کیدی شی چې بیا بارانونه وشي.
د بدخشان د ولایت نطاق عبدالمعروف راسخ، وویل د جمعی په شپه د یفتل په ولسوالی کی اوهمدا شان په څلورو نورو ولسوالیو کی په سیلاب کی دیارلس تنه مړه شول.
د طبیعی پیښو د پاره د افغانستان د ملی اداری مسول مقام وویل کوم یو سلو پنځه دیرش کورونه په بدخشان کی تباه شویدی، او اوسیدونکی مجبور شویدی چې وتښتی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د تنظیم مامور وویل، د سیمې ډیر خام سړکونه بیخې خراب شویدی نوځکه د مرستو رسول سخت دي.
بل خبر وایي چې د ننګرهار د ولایت په مرکز جلال اباد کې نن د موسیقئ په یو دوکان کې د بم چاودنه شویده.
ددغه ولایت نطاق وویل ، په دې چاودنه کې دوکاندار او یو خریدار، ووژل شول، او دوه کسه نور زخمي شول.