د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړي

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له کبله د مالي او ځاني زیانونو د ارقامو د خپرېدو په درشل کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ممکن سیلابونه ډېر انسانان په بېلا بېلو ناروغیو اخته کړي.

د طالبانو حکومت د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د ځاني او مالي زیانونه شمېرې اعلان کړې دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ [مارچ ۳۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د اوښتو مرګ ژوبلو او زیانونو لومړني ارقام خپاره او لیکلي چې د ۲۰۲۶ د مارچ له ۲۶مې نیټې څخه تر دا مهاله د بارانونو، سیلابونو، غره ښوېیدنې او تالندې برېښنا د رالویدو امله د ۵۶۸ کورونو د ورانېدو سربېره، ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۹ تنه ټپیان شوي دي.

په ارقامو کې راغلي چې "ټولټال ۱۱۳۰ کورنۍ زیانمنې شوې، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۲۹۰۱ جریبه کرنیزې ځمکې، ۱۰ هټۍ، ۵۳ د اوبو څاګانې او شبکې، ۱۹۳۸ ونې هم ویجاړې شوې او ۲۴۴ څاروي له منځه تللي دي."

دا شمېرې بدلېدونکې بلل شوې ځکه چې له پېښو سره د مبارزې ادارې "د ټیمونو له لوري د سروې او ارزونې بهیر روان دی او شمېرنو کې د بدلون احتمال شتون لري."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) خبرداری ورکړی چې سیلابونه په ناروغۍ د انسانانو د اخته کیدو خطر زیاتوي.

دغې ادارې پخپلې اېکس پاڼې کې د افغانانو د لازیات پوهاوي لپاره یو لړ سپارښتنې کړې دي. ډبلیو اېچ او د خلکو نه غوښتي چې د هغو خوړو نه ډډه وکړي چې ګمان کوي د سېلاب اوبه ورسېدلې دي او اوبه دې له څښلو مخکې په کلورین پاکې او هم وچوشوي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مرکزي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی. دغې ادارې ویلي دي چې ورښتونه به د اپرېل تر پنځمې نېټې دوام مومي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي چې په ځېنو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو له کبله د تګ راتګ لارې تړل شوې او یا هم ټرانسپورت د خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.

افغانستان د کال پدې فصل کې تر ډېره د ورښتونو او سېلابونو شاهد وي. په تېرو کلونو هم ورته طبعي پېښو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په کونړ، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، غور، هرات، بادغیس، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی. دغې ادارې ویلي چې په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د نستباً تیزو بادونو اټکل هم کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG