د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: وروستیو سېلابونو افغانستان کې څه کم ۱۰۰ تنه وژلي دي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجارېک د جمعې په ورځ [اپرېل ۱۰مه] په افغانستان کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر "نږدې سل تنه " اعلان کړ او ویې ویل چې "څه باندې ۱۸۰ تنه ټپيان شوي او یو شمېر نور ترې تم دي."

دوجارېک په نیویارک کې د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل چې سېلابونو زرګونه کورونه په بشپړه توګه وران کړي او پراخو سیمو په ځانکړې توګه ننګرهار ولایت تر ټولو ډېر زیانونه ګاللي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې چې "بشرپالو بنسټونو تر دې دمه څه باندې اتو زرو کسانو ته مرستې رسولې چې په هغه کې خوراکي توکي، نغدې مرستې، روغتيايي خدمتونه او د بېړنۍ سرپناه برابرول شامل دي."

د طالبانو حکومت د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې یوه ویاند تاج محمد همت د شنبې په ورځ [اپرېل ۱۱مه] د اېکس په پاڼې کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې سېلابونو ۲۲ کسان وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي دي.

همت زیاته کړې چې په همدې موده کې بارانونو او سیلابونو ۴۸ کورونه په بشپړ ډول او ۱۳۴ نور کورونه به نسبي ډول ویجاړ کړي دي.

د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د احصائیو له مخې، د روان کال د وري میاشتې د شپږمې نیټې څخه تر اوسه پورې بارانونو او سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ټولټال ۱۷۹ کسان وژلي، ۲۳۸ نور یې ټپیان کړي او ۸۹۸۷ کورونه یې زیانمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) پخپل تازه راپور کې چې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ خپور شوی لیکلي چې طبیعي پېښو د افغانستان یو په دریېمه برخه ساحه اغېزمنه کړې او افغانان یې د یو بې سارې ناورین سره مخامخ کړي دي.

د اوچا د شمېرو له مخې، څه باندې ۷۳ زره خلک ددغو پېښو له امله په یو ډول نه یو ډول اغېزمن شوي دي او زرګونه کورونه نړېدلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د نړیوالې ټولنې او سوداګرو څخه یې غوښتي چې د سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره له هېڅ ډول هڅو او زیار څخه ډډه ونه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ترېنچارډ په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو د ګواښونو او زیانونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG