د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان په فوټبال کې افغانستان ته ۶ صفر ماتې ورکړه


جاپان د فوټبال په نړیوالې درجه بندۍ کې ۵۸ او افغانستان ۱۳۰ دی. په اسیا کې بیا جاپان دویم او افغانستان ۱۹ ټیم دی.
جاپان د فوټبال په نړیوالې درجه بندۍ کې ۵۸ او افغانستان ۱۳۰ دی. په اسیا کې بیا جاپان دویم او افغانستان ۱۹ ټیم دی.

د افغانستان او د جاپان د قوي لوبډلې ترمنځ د فوټبال د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو د دویم پړاو لوبه د سه شنبې په ورځ د ایران د تهران د ازادۍ په لوبغالي کې وشوه چې، زرګونه ایران مېشتي افغان کډوال د خپلې لوبډلې د هڅونې لپاره لوبغالي ته هم ورغلي وو.

له وړاندې داسې ویل کیدل چې جاپان به په اسانۍ او لوی توپیر سره دا لوبه ګتي، چې همداسې وشول.

جاپان د لوبې په ۱۴ دقیقې کې د افغانستان د دفاع کرښې ماتې کړې او لومړی ګول یې وکړ او کله چې بیا تفریح کېدله جاپان دوه او افغانستان صفر و.

خو داسې ښکارېدل چې جاپانیان په دوو ګولو کفایت نکوي، له تفریح وروسته د افغانستان دفاع د جاپانیانو مخه ونشوه نیولې او په ۱۵ دقیقو کې یې درې نور ګولونه هم وکړل.

د لوبې له پیل نه تر پایه پورې تر ډېره توپ، له جاپایانیانو سره و او افغان لوبغاړو دفاعي دریځ درلود، خو یو څو شوټونه او بریدونه یې هم وکړل.

د لوبې پای، افغانستان صفر او جاپان شپږ.

جاپان چېرته او افغانستان چېرته دی

جاپان د فوټبال په نړیوالې درجه بندۍ کې ۵۸ او افغانستان په ۱۳۰ مقام کې دی، جاپان په اسیا کې په دویم او افغانستان بیا په ۱۹ نمبر دی.

جاپان پنځه واري په نړیول جام کې لوبیدلی او ښه ځلېدلی هم دی، خو افغانستان لا د غوراوي اساسي پړاو ته لاره هم نه ده موندلې.

جاپان څلور وارې د اسیا قهرماني ګټلې ده، خو افغانستان لا د اسیا د ملتونو په جام کې لوبېدلی هم نه دی.

جاپان د ۲۰۱۴ کال د اسیا کپ سیالیو کې اسټرالیا ته دوه صفر لوبه وبایلله او دویم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی یوسف کارګر ویلي چې له جاپان سره د افغانستان مخامخ کېدل یوه لویه خبره ده.

د ۲۰۱۸ د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ

په اصل کې دغه لوبې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو دویم پړاو دی.

افغانستان په اي ګروپ دی چې له جاپان، سوریې، کمبودیا او سنګارپور سره مخامخ دی.

د دغه ګروپ د سر دوه لوبډلې به د نړیوال جام د غوراوي بل پړاو ته لاره مومي، په دې معنی چې افغانستان باید په خپلو څلورو لوبو کې دوه وګټي چې په ورستۍ ماتې سره دغه کار لاپسې سخت شو.

سوریه اوس په خپل ګروپ کې لومړی او جاپان دویم دی.

افغانستان په جون کې پر سوریې شپږ صفر لوبه وبایلله او له کمودیا نه یې بیا یو صفر وګټله.

افغانستان د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې له سنګاپور سره لوبه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG