د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


د امریکا د دفاع ځانګړی مفتش وايي چې افغان ځواکونو په ۲۰۱۶ کال ۱۶۸۹ هوايي بریدونه کړي و.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ۲۱فیصده زیات شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند نیکولاس پلنتي امریکا غږ په استول شوي بریښنالیک کې د افغان ځواکونو د تېر او وړم کال د هوايي بریدونه شمیرې ورکړي دي.

ښاغلي نیکولاس لیکلي " افغان ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰۵۱ هوايي بریدونه وکړل". ده دا معلومات نه دي ورکړي چې دغه بریدونه دقیقآ د افغانستان په کومو سیمو کې شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو پر ضد وخت ناوخت هوايي او ځکمني عملیات کړي دي.

د امریکا د دفاع ځانګړی مفتش وايي چې افغان ځواکونو په ۲۰۱۶ کال ۱۶۸۹ هوايي بریدونه کړي و. که د تېرکال شمېرې له وړم کال سره پرتله شي، شاوخوا ۲۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

لا څرګنده نده چې په دغو هوايي بریدونه کې د افغانستان د حکومت څومره وسله وال مخالفان وژل شوي، ژوبل شوي او د هغوی څومره مرکزونه ویجاړ شوي دي. افغان حکومت په هرو ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو خبره کوي.

تر دې مخکې په افغانستان بهرنیو ځواکونو هم ویلي وو چې پر وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو یې بمبارۍ درې برابره زیاتې کړي دي.

د نړیوالو ځواکونو بمبارۍ

نړیوالو ځواکونو پر وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو اورپکو په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۲۶۰۰ او په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۶۰۰ هوايي بریدونه کړي وو. د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ وایي چې دغه بمبارۍ د ولسمشر دونالد ټرمپ د نوې تګلارې په اساس کیږي.

د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو د زیاتېدو خبره داسې مهال کیږي چې د افغان، بهرنیو او سله وسله والو په بمباریو، عملیاتو او بریدونو کې ولسي خلکو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

یوناما وايي د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو نهو میاشتو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ژوبل شوي دي. که دا د ۲۰۱۶ کال د همدغې مودې له ولسي تلفاتو سره پرتله شي، "۵۲ فیصده" زیات شوي دي.

یوناما وايي په ۲۰۱۶ کال کې ۲۵۰ ولسي خلک د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۳۴۰ نور ژوبل شوي دي چې ډېرې ښځې او ماشومان دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG