د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د نشه يي توکو "تر ۳۹ زیاتې کارخانې" ویجاړې شوې دي


په افغانستان کې امریکايي پوځیانو په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د کارخانو پر ضد هوايي عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان په جنوبي ناامنه ولایت هلمند کې چارواکي وایې چې د بهرنیو قواوو د قاطع ملاتړ ماموریت په همکارۍ د نشه يي توکو د کارخانو د ورانولو عملیات دوام لري.

د هلمند والي حیات الله حیات له امریکا غږ سره په یوې ټلویزیوني مرکې کې وویل چې په تیره یوه میاشت کې د هلمند په بیلابیلو سیمو کې د نشه يي توکو تر ۳۹ زیاتې کارخانې ویجاړې شوې دي.

د ښاغلي حیات په وینا په همدې مودې کې "تقریقاً تر ۳ ټُنو څخه زیات" نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي.

په افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو له څو اوونیو راپدې خوا په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو د کارخانو پر ضد هوايي بمبارۍ پیل کړي دي.

افغان چارواکې وایې چې په هېواد کې د ناامنیو یو لوي لامل د نشه يي توکو کاروبار دی.

د امریکا غږ خبریال احمد شکېب دوست د روانو حالاتو په اړه د هلمند له والي حیات الله حیات سره خبرې کړې دي او په سر کې ترې لښکرګاه ته د تازه دمو امریکايي عسکرو د تللو اړه پوښتنه کړې ده.

بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

په هلمند کې د روانو حالاتو په اړه د هلمند له والي حیات الله حیات سره مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:45 0:00

XS
SM
MD
LG