د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کومانډو ځواکونو په هکله د امریکا د کانګریس اندیښنه : ښایي دښمنان مو ترې ګټه واخلي


د امریکا په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړیو په یو تازه راپور کې اندیښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو هغه پخواني غړي چې د تخلیې په بهیر کې ندي ایستل شوي، او په سیمه د امریکا د محرمو عملیاتو په هکله معلومات لري، ښایي روسیه، چین او ایران به یې جذب کړي او یا یې په زور استخدام کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پدې کې ناکام شو چې د افغانستان څخه د دې کسانو ایستلو ته لومړیتوب ورکړي.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ کې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړیو ویلي چې د افغانستان یو شمیر پخواني پوځیان ایران ته تښتیدلي او دا خطر یې په ریښتیني توګه ډیر کړی.

سره لدې چې د امریکا حکومت د افغانستان د تخلیې بهیر یو فوق العاده بری بولي ځکه پدې بهیر کې څه باندې ۱۲۴ زره افغانان او امریکایي اتباع را وایستل شول خو جمهوري غوښتونکي انتقاد کوي چې د کمانډو ځواکونو وتلو ته باید لومړیتوب ورکړل شوی وی.

په راپور کې اندیښنه څرګنده شوې چې د ایران، روسیې او چین په ګډون هیوادونه به ښایي دا کسان جذب کړي او یا یې په زور مجبور کړي چې د هغوي لپاره کار وکړي.

د جمهوري غوښتونکو د راپور په یوې برخې کې یادوونه شوې، "دا ځواکونه د امریکا په نظامي او استخباراتي کړنو، تخنیکونو، تاکتیکونو او طرزالعملونو خبر دي نو له همدې کبله دا په احتمالي توګه د ملي امنیت لپاره یو ستر ګواښ کیدی شي".

دا اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې جمهور رئیس جو بایډن حکومت پلان لري کانګریس ته د افغانستان څخه د ټولو امرکایي سرتیرو د ایستلو د پریکړې د دفاع په خاطر یو یادداشت خپور کړي.

د یادداشت یوه کاپي چې یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د اکسیوس خبري ویب سایټ تر لاسه کړی پکې ادعا شوې چې د افغانستان څخه د مهمو استخباراتي او نظامي اجنټانو د وزګاریدو له کبله د متحده ایالاتو ملي امنیت چارې غښتلې شوې.

واشنګټن دا یادداشت پداسې حال کې خپروي چې دوشنبه اګست ۱۵ پوره یو کال کیږي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ملاتړ څخه برخمن جمهوري نظام ړنګ او پر ځای یې واک طالبانو ته په لاس ورغی.

XS
SM
MD
LG