د لاس رسي وړ اتصالات

د حکمتیار د حزب اسلامي گوند ٩٠ بندیان خوشې کیږي


ارشیف: د بگرام له زندان نه د یو شمیر بندیانو خوشې کیدل
ارشیف: د بگرام له زندان نه د یو شمیر بندیانو خوشې کیدل

د حزب اسلامي او حکومت منابع وایي چې د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ٩٠ بندیان د بگرام او څرخي پله له زندانونو نه خوشې کیږي.

د اسلامي گوند یوه ویاند حشمت الله ارشد، د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کیدو په هکله د جمهور رئیس غني حکم صادر شوی دی.

ښاغلي ارشد وویل "جمهور رئیس د حزب اسلامي د ٩٠ تنو مجاهدینو حکم ورکړی دی. انشاالله په نوې اوونۍ کې د حزب اسلامي ٩٠ تنه د بگرام او پلچرخي له زندانونو ازادیږي".

ښاغلي ارشد همداشان وویل تمه وه چې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د موافقې له مخې کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتگ وروسته د دوه میاشتو په ترڅ کې ددې حزب ټول بندیان خوشې شوی وای خو د هغه په وینا "حکومت د موافقتنامې په پلي کولو او عملي کولو کې ورو عمل کړی."

د حکمتیار د گوند ویاند د دغو ٩٠ تنو په اړه وویل چې ددې گوند غړي د پوځي او سیاسي فعالیتونو په جرم زنداني شوي وو.

هغه زیاته کړه " دوی هغه کسان دي چې یواځې د جهاد په مرچلو کې د پوځي فعالیتونو او د سیاسي فعالیت او د حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي گوند ته د ژمنتیا په خاطر په مختلفو ولایتونو کې نیول شوي وو."

په دې ترڅ کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د جمهور رئیس غني سلاکار اکرم خپلواک، د حکمتیار د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کیدو د خبر په تائید وویل چې د هغوی خوشې کیدل د سولې د عالي شورا د فعالیت پورې اړه نلري، بلکه دا کار د حزب اسلامي او دولت د موافقنامې د پلي کولو د ځانگړې کمیټې له خوا پرمخ بیول کیږي.

د سیاسي چارو د څیړونکی لطیف نظري په اند د ارگ اقدام دوه څرگند پیغامونه لري: یو د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره موافقې ته د ارگ ژمنتیا او دوهم جمعمیت اسلامي ته پیغام.

ښاغلی نظري وویل " فکر کوم د حکمتیار د اسلامي حزب د بندیانو خوشې کیدل کیدای شي جمعیت اسلامي ته یو پیغام وي چې د جمهوري ریاست ارگ پشتوانه په مشخصه توگه حزب اسلامي دی. هغوی باید د حکومت سره تعامل وکړي. د ارگ او بلخ ترمنځ په مسله کې د مذاکرې نه پرته بله لار نشته".

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی، د ښاغلي نظري ددې نظر سره موافق ندی او وایي د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کیدل د بلخ د رامنځ ته شوې ستونزې سره زیات تړاو نه لري.

ښاغلي صافي وویل " که څوک دغې مسلې ته نسبت ورکړي او یا پخپله حکومت دا کار کړی وي چې د عطا محمد نور په خاطر هغوی ژر خوشې کړي، او تر اوسه یې د هغوی د خوشې کولو پلان نه درلود، او ژر یې خوشې کړي، دا د حکومت کمزورتیا ښیي، پرته له دې نه د بلخ له قضیې سره ښایي ربط ونه لري".

د حکمتیار تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي او د ملي وحدت د حکومت ترمنځ د سولې توافقنامه د تیر کال د میزان په میاشت کې لاس لیک شوه.

کابل ته د ښاغلي حکمتیار له راتگ وروسته ددې گوند ٥٥ بندیان خوشې شول او په دوهم پړاو کې ټاکل شوې چې ٩٠ تنه نور بندیان یې هم خوشې شي.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال - عبدالحی ورشان

XS
SM
MD
LG