د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان له هاګ غوښتي افغانستان کې جنګي جنایات وڅیړي


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت په وروستیو میاشتو کې او د طالبانو له لورې ددې هیواد د نیولو دمخه په افغانستان کې پرله پسې جنګي جرمونه شوي چې دغه پیښې باید د جرمونو د نړیوالې محکمې له لورې وڅیړل شي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې طالبان، د امریکا د متحده ایالاتو پوځ او پخواني افغان پوځیان پدې هیواد کې د طالبالنو له واکمن کیدو دمخه ملکي وګړو ته د اوښتي زیانونو مسول دي.

پدې رپوټ کې راغلي په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو څخه دمخه څو میاشتو کې زیات شمیر روغتونونه، ښوونځي، شخصي کورونه او پلورنځي د "جنایت" په صحنه واوښتل او پدغو محلاتو کې زیات شمیر ملکي وګړي ووژل شول او ټپیان شول.

په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط څخه دمخه میاشتو کې د افغانستان خلکو سخت رنځونه ګاللي او د دغو پیښو قربانیان باید عدالت ته لاسرسی ولري او ورته غرامت ورکړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: "د جرمونو نړیواله محکمه باید د امریکا او د افغانستان د پوځي عملیاتو په هکله څیړنو ته د لومړیتوب ورکولو اړوند خپل ناسم تصمیم لغو کړي او پر ځای یې د احتمالي جنګي جنایاتو اړوند شواهد دې ته له پاملرنې پرته چې چیرته رسیږي، وپلټي."

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان، د روان کال د سپتمبر په میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه ددې محکمې پلټنې د طالبالنو او داعش په کړنو باندې متمرکزې دي او د امریکا پوځیانو د احتمالي جنګي جرمونو څیړنو ته په کې لومړیتوب ندی ورکړل شوی.

کریم خان د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په شپږمه (لیندۍ ۱۵) د جرمونو د نړیوالې محکمې د غړو هیوادونو په یوه غونډه کې د خپل تصمیم نه دفاع وکړه چې په افغانستان کې د "جنګي جنایاتو" په څیړلو کې متحده ایالات شامل نکړي او وویل چې په وروستیو دوو لسیزو کې "تر ټولو ناوړه جنایات" طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر سره کړي دي.

هغه وویل: "دغه تصمیم مې د هغو شواهدو په اساس نیولی چې د وخامت، مقیاس او پراخوالي له پلوه تر ټولو خراب جنایتونه داعش خراسان په نامه ډلې او هم طالبالنو ترسره کړي دي."

'د طالبانو جنایتونه'

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې طالبانو د روان کال د جولای او اګست په میاشتو کې د ولسوالیو د نیولو په ترڅ کې یو شمیر قومي او مذهبي اقلیتونه، افغان پخواني ځواکونه او د مخکني حکومت پلویان شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

دغه سازمان د طالبانو له لورې په پنجشیر، کندهار، غزني او دایکندي کې ډله یزو وژنو ته په اشارې ویلي چې هغوی په "غچ اخیستونکو بریدونو" کې په لسګونو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

ددې سازمان د معلوماتو په بنسټ طالبانو په پنجشیر ولایت باندې په برید کې لږ تر لږه پدې ولایت کې ۲۰ تنه نیولي او شکنجه کړي دي. پدې رپوټ کې راغلي دي چې طالب جنګیالیو دغه بندیان په یو ځای کې بندیان کړي او د دوو ورځولپاره یې هغوی ته د اوبو، خواړو او درملو له ورکولو ډډه کړې ده.

په رپوټ کې راغلي چې طالبالنو د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ، غزني او دایکندي کې د پخواني حکومت پلویان او هزاره ګان وژلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د طالبانو له لورې د افغانستان په ځینو برخو کې د مخابراتي شبکو او انټرنیت په قطع کولو سره تر اوسه ددې ډلې له لورې د وژل شویو کسانو کره شمیره نده معلومه شوی.

پدې رپوټ کې د پخواني حکومت په وروستیو ورځو کې د بهرنیو ځواکونو او د پخوانیو افغان ځواکونو له لورې هوایي بریدونو ته هم اشاره شوی چې د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په لسګونو ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پخوانیو افغان پوځیانو او بهرنیو ځواکونو نه پاملرنه د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر وخت د ملکیانو د مرګ ژوبلې عمده دلیل ګڼلی دی.

له دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما په یو رپوټ کې ویلي وو چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پدې هیواد کې ۱۶۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي، چې دغه مرګ ژوبله د تیر کال د ورته وخت په پرتله په سلو کې ۴۷ زیاته ده.

XS
SM
MD
LG