د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د ملکیانو د قصدي وژنې عاملین دې محاکمه شي


ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د جنګي جرمونو په توګه د یو لړ "ظالمانه بریدونو" عاملین چې په کابو یوه اونۍ کې یې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان وژلي دي د عدالت میز ته راکش کړي.

دغه سازمان په ننګرهار کې په واکسیناتورانو، په بغلان کې په ماین پاکانو او د کابل په لویدیځ کې په ملکي اهدافو باندې وروستیو بریدونو ته اشاره کړې ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې غړې سمیرا حمیدي ویلي چې په افغانستان کې د ملکیانو وژنه د پېښې عاملینو ته له هېڅ ډول سزا ورکولو پرته دوام لري.

اغلې حمیدي ټینګار کړی: "د افغانستان چارواکي باید د دغو بریدونو او په ملکیانو باندې د ټولو بریدونو په اړه د خپلواکو او اغیزمنو تحقیقاتو په پیلولو سره له سزا څخه د معافیت دغې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او عاملین یې د عدالت میز ته کش کړي".

د بخښنې نړیوال سازمان د جګړې له ټولو ښکېلو خواو څخه غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب او بشردوستانه نړیوالو قوانینو ته د درناوي لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.

سمیرا احمدي ویلي: "موږ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې له ملکیانو او اقلیتونو څخه ملاتړ د سولې له بهیر څخه د خپل د ملاتړ د دوام اصلي شرط وټاکي".

د بخښنې نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس په قطر کې د سولې خبرو له پیل سره هم‌مهاله په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي، د مرستو رسوونکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان تر هدفي بریدونو لاندې راغلي دي.

دغه سازمان ویلي چې د قتل له یوې قضیې پرته د نورو قضیو په تړاو هېڅ تحقیقات نه دي شوي او یو کس هم محاکمه شوی نه دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په زده‌کوونکو، روغتیايي کارکوونکو، مرستې رسوونکو او ملکیانو باندې قصدي بریدونه جنګي جنایت بللی دی.

په عین حال کې اروپايي ټولنې هم په یو بیان کې په ننګرهار کې د پولیو په واکسیناتورانو باندې د تېرې سې شنبې په ورځ برید ته په اشارې ویلي چې پر روغتیايي کارکوونکو باندې د دا ډول بریدونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

اروپايي ټولنې ویلي: "دا جنایتونه په څرګنده توګه د نړیوالو بشردوستانه حقونو نقضول ښيي او باید ژر پای ومومي. روغتیايي کارکوونکي او د مرستو رسوونکي باید په ډاډمنه توګه خپلې چارې ترسره کړي".

په افغانستان کې د ملکيانو د هدفي وژنې او مرګ‌ژوبلې په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د بشري حقونو د معلوماتو په اساس یوازې په مې میاشت کې د ۱۰۹ ماشومانو په ګډون ۲۸۰ ملکیان د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG