د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د طالبانو د 'جنګي جنایاتو' د پلټنې او مستند کولو غوښتنه وکړه


اتمر: د طالبانو جنګي جنایتونه دې مستند او وڅېړل شي
اتمر: د طالبانو جنګي جنایتونه دې مستند او وڅېړل شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو او د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په دغه هیواد کې وروستي جنګي جنایتونه مستند او وڅېړي.

محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) له مشرې دیبرا لاینز سره لیدنه کې ویلي چې وسله وال طالبان په دې وروستیو کې پر لویو ښارونو د بریدونو په زیاتوالي سره د « بشریت ضد جنګي جنایتونه» مرتکب شوي دي.

ښاغلي اتمر ویلي چې د طالبانو وروستي بریدونه او جنګي جنایات د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د «زغم وړ نه دي».

نوموړي له نړیوالې ټولنې همدارنګه غوښتي چې له «نړیوالو جوړښتونو او میکانیزمونو» څخه په استفادې د دغه جنګي جنایتونو مرتکبین باید تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د حکومت او خلکو لومړۍ غوښتنه د اوربند ټینګېدل او د سولې ټینګېدل دي. هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې په خبره یې د «افغانستان د خلکو» له مرګ ژوبلې څخه لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې هم په دې وروستیو کې د افغانستان پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو او د «ملکي مرګ ژوبلې» په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت نن سې شنبه اګست درېیمه (زمري ۱۲) ویلي چې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۰ تنو ملکي وګړو د وژنې په اړه خبر دي.

یاد سفارت ویلي که چیري دغه ارقام تائید شي په خبره یې له جنګي جنایتونو څخه شمېرل کیږي: "هزاره توکم وګړې تل د داعش ډلې او طالبانو د موخه ییزو وژنو هدف ګرځېدلي دي. موږ د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ۴۰ ملکي وګړو د وژنې په اړه خبر شوی یو. که دغه پېښه کره وي، نو جنګي جنایت ګڼل کېدای" شي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیره ورځ په افغانستان کې د بریتانیا او امریکا سفارتونو د طالبانو ډله د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ظلمونو او زور زیاتي تورنه کړه چې کیدای شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

دغو سفارتونو په خپلو ټویټر پاڼو لیکلي چې د طالبانو ډلې په یو "غچ اخیستونکي اقدام کې د لسګونو ملکیانو په وژنه لاس پورې کړی دی".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون روانه اونۍ پخپل تازه رپوټ کې وویل چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې دغه هیواد کې۵۳۲۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دغه ارقام د تېر کال په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG