د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی په قطر کې له طالبانو سره گوري


عطاالله لودین وایي چې دغه شل کسیزه افغان پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو سره ابتدایي خبرې وکړي.
عطاالله لودین وایي چې دغه شل کسیزه افغان پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو سره ابتدایي خبرې وکړي.

افغان چارواکي وایي یو افغاني پلاوی نن د جمعې په ورځ قطر تللی دی چې په راتلوونکو ورځو کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي.

دغه پلان شوې لیدنه کتنه به د افغان د اوږدې جگړې د پای ته رسولو په مقصد د رسمي خبرو د پیل کیدو لپاره یو عمده گام وي، خو نن دا څرگنده نه وه چې آیا د طالبانو مشر دا خبرې تصویب کړي که نه؟

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالله لودین وایي چې دغه شل کسیزه افغان پلاوی به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د طالبانو سره ابتدایي خبرې وکړي.

هغه وایي "دغه آزادې خبرې په افغانستان کې په سوله ولاړې دي، په دې کې به د افغانستان، پاکستان، طالبانو او نورو موسسو استازي گډون وکړي."

هغه زیات کړه چې د سولې د عالي شورا غړي به په قطر کې د طالبانو خبرې وکړي او همدا راز د حزب اسلامي چې د افغانستان د دولت پر ضد جگړه کوي د دغه گوند د سیاسي اړخ د دوو استازو سره وگوري.

په قطر کې د طالبانو یو لوړپوړي مقام دا تائید کړه چې د راتلونکو ورځو لپاره د افغاني، پاکستاني او د نورو هیوادونو له شخصیتونو سره وگوري.

د طالبانو استازي همداشان وویل چې د حزب اسلامي شخصیتونه به هم په دې غونډه کې ونډه واخلي. هغه د نوم د نه څرگندولو په شرط دا خبرې کولې، ځکه چې هغه د دې صلاحیت نه درلود چې دا خبرې په ډاگه کړي.

هغه وویل چې " تر اوسه دا یو مهم راز دی".

د پاکستان د اردو لوی درستیز د فبرورۍ په میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني ته ویلي وو چې د طالبانو لوړپوړي شخصیتونه د جگړې د پای ته رسولو په مقصد د کابل سره مستقیمو خبرو لپاره تیار دي، خو تر اوسه د پرمختیا ډیرې کمې نښې نښانې لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG