د لاس رسي وړ اتصالات

ټرات- افغان لوبغاړو پاکستان سره لوبې لپاره یوازې د فیلډینګ تمرین وکړ چې کیچونه ونیسي 


افغان لوبغاړی راشد خان
افغان لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی جانتن ټرات وايي افغان لوبډله له پاکستان سره لوبې ته پوره چمتو ده او هیله لري چې ښه به ولوبېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه سبا دوشنبه اکتوبر ۲۳(تلې۳۰) د هند د چنای په ښار کې ده.

افغان روزونکی ټرات وايي چې دغې لوبې ته لیوال دی، "ځکه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ رقابت شته او دواړه لورې په ښي جذبې" سره لوبېږي او مینه والو لپاره به هم ښه لوبه وي.

افغانستان خپله تیره لوبه په نیوزلنډ وبایلله، د هغې لوبې د بایللو یو غټ علت دا و چې افغان لوبغاړو په میدان کې پنځه کیچونه وغورځول، شاید همدغه علت ته په کتو ټرات وایي چې لوبغاړو يې د پاکستان سره تر لوبې مخکې یوه ورځ د ډګر ساتنې (فیډیلینګ) تمرین وکړ.

هغه وايي:"نن مو د ډګر ساتنې ښه سیشن (تمرین) درلود چې یوازې په همدې برخې مو کار وکړ. توپ وهنه او توپ اچوونه مو ونکړه او یوازې په ډګر ساتنه مو کار وکړ چې د پاکستان په وړاندې لوبه کې ټول کیچونه ونیسو."

روزونکي دا خبره هم وکړه چې هڅه یې کړې ده لوبغاړي یې په فزیکي لحاظ ښه وساتل شي.

د جانتن ټرات د خبرو دا ویدیو د پښتو ژباړې له متن سره د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي پاڼې خپره شوې ده.

نوموړي همدغه راز د ځینو افغان لوبغاړو یادونه وکړه چې تر دې دمه په نړیوال جام کې لوبېدلي دي.

هغه د بېلګې په توګه د رحمان الله ګربز، راشد خان، عظمت عمرزي او اکرام علي خېل یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې نور لوبغاړي هم د پاکستان خلاف لوبې کې خپله ونډه واخلي.

افغانستان په روان نړیوال جام کې څلور لوبې کړي دي او یوازې له انګلنډ څخه یې لوبه ګټلې ده. پنځمه لوبه یې د هند د چنای کې له پاکستان سره ده. پاکستان او افغانستان په کرکټ نسبتآ سرسخت سیالان بلل کېږي، افغانستان لا په یوې ورځنیو لوبو کې له پاکستان څخه کومه نړیواله لوبه نه ده ګټلې خو تیر ځل یې د نړیوال جام یوه تمریناتي لوبه ترې ګټلې وه.

څو میاشتې مخکې په سري لانکا کې پاکستان له افغانستان څخه د دریو لوبو لړۍ درې صفر وګټله. پاکستان وړمه ورځ په استرالیا باندې لوبه وبایلله. پاکستان څلور لوبې کړي چې دوې یې ګټلې او دوې یې بایللې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG