د لاس رسي وړ اتصالات

عامې روغتیا وزارت: روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی


د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د روغتیایي خدمتونو د ملي سروې پایله، چې په ۲۰۱۸ کال کې د کیټ نړیوال پوهنتون او احصاییې ملي ادارې لخوا ترسره شوې وه، له خلکو سره شریکه کړه.دغه سروې، په افغانستان کې د تیرو پنځلسو کلونو په پرتله په اوس وخت کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي شمیرې، پرمختګونه او ستونزې ښیي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی.سروې ښیي، چې د ناروغ او روغتیایي مرکز تر منځ د نیم ساعت فاصلې په موجودیت کې د خلکو لاسرسی ۷۵ فیصده او د دوو ساعتونو په فاصله کې بیا دغه لاسرسی ۹۰ فیصدو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیرزو د سه شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ۲۰۰۳ کال په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو په مړینه کې اتیا فیصده کموالی راغلی دی او دا مهال په هرو زرو ماشومانو کې ۴۹ ماشومان مړه کیږي، چې پنځلس کاله مخکې په هرو زرو ماشومانو کې دغه شمیر ۲۵۷ تنه وه.

سروې ښیي، چې د ناروغ او روغتیایي مرکز تر منځ د نیم ساعت فاصلې په موجودیت کې د خلکو لاسرسی ۷۵ فیصده او د دوو ساعتونو په فاصله کې بیا دغه لاسرسی ۹۰ فیصدو ته رسیږي.
سروې ښیي، چې د ناروغ او روغتیایي مرکز تر منځ د نیم ساعت فاصلې په موجودیت کې د خلکو لاسرسی ۷۵ فیصده او د دوو ساعتونو په فاصله کې بیا دغه لاسرسی ۹۰ فیصدو ته رسیږي.

ښاغلي فیروز وویل په دغه سروې کې عامې روغتیا وزارت ددې لپاره، چې د ځان په اړه ټولې پایلې مثبتې اعلان کړي په دغه سروې کې، هیڅ ډول مداخله نده کړې.

ښاغلي زیاته کړه چې دا مهال په هرو سلو زرو میندو کې ۱۴۳ میندې مړې کیږي، چې دا شمیر پنځلس کاله مخکې ۱۶۰۰ ته رسیده.هغه وویل، چې د میندو د مړینې په کچه کې کموالی له حده زیات او دغه شمیر یې له حقیقته لرې دی.

خو د احصاییې ملي اداره وایي، وروسته له هغې، چې د روغتیا ملي سروې وروستی ریپوټ جوړ شو د د دغې ادارې د تایید وړ وګرځیده او هغه ارقام، چې پکې یادونه شوې ده په ټوله کې د منلو وړ او سم ارقام دي.

د دغې ادارې تخنیکي مرستیال حسیب الله موحد په دې اړه وویل" کله چې راپور جوړ شو، زموږ تخنیکي همکارانو له پیل تر اخیره یو ځل بیا مرور کړ او په همدې اساس دغه ملي سروې د احصایې ادارې د تایید وړ ګرځیدلي دي دا شمیرې د رسمي شمیرو په حیث په داخل او بهر ټولو ته د منلودي".

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په اوس وخت کې ۶۸ فیصده افغانان له دولتي او ۲۸ نور بیا خصوصي روغتونونو ته ځي.

د عامې روغتیا وزارت هر درې تر پنځه کال وروسته دا ډول سروې کوي
د عامې روغتیا وزارت هر درې تر پنځه کال وروسته دا ډول سروې کوي

خو پاتې ۳.۴ فیصده بیا د درملنې لپاره له افغانستانه بهر هیوادونو ته ځي.

همدارنګه شمیرې ښیي، چې په ۲۰۰۳ کال کې د روغتیایي مرکزونو شمیر ۷۰۰ مرکزونو ته رسیده او په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمیرې څه باندې ۳۰۰۰ مرکزونو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزیر د دغې سروې پر اساس وایي، چې فامیلي پلانینګ یا د کورنۍ د تنظیم موضوع لا هم په افغان کورنیو کې نه ده حل شوې او د نفوسو چټګې ودې دوې اندیښمن کړي دي.

ښآغلي فیروز وویل، چې د افغانستان نفوس هر کال څه باندې دوه فیصده زیاتیږي او که همداسې دوام وکړي، د افغانستان د وګړو شمیر به په راتلونکو ۲۰۳۰ تر ۲۰۴۰ کلونو کې دوه برابره زیات شي.

XS
SM
MD
LG