په تېرو درې ورځو کې، د درنو ورښتونو او سېلابونو له امله په ۱۱ ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د ادارې د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر له قوله ویل شوي چې دا مرګ ژوبلې په کاپیسا، پروان، دایکندي، اروزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې د ورښتونو له امله رامنځته شوې دي.
د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر نن د فیسبوک د ټولنیزې شبکې پر پاڼه کې بیان خپور کړ او وایي چې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او نږدې ۱٬۵۶۰ نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.
همدارنګه، په تېرو دریو ورځو کې په افغانستان کې ورښتونو زیات مالي زیانونه هم اړولي. د وروستيو رپوټونو پر بنسټ شاوخوا ۱٬۲۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
د ځینو نورو رپوټونو له قوله سیمه اییز ځپل شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري او پر وخت د مرستو او د لاسنوي د چارو غږ کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) هم پدې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې دي چې د طبیعي آفتونو له امله یې له ۲۷ زرو څخه ډېرو زیانمنو شویو کورنیو سره بشري مرستې ترسره کړې دي.
دغه سازمان وایي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر وخت د زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو سره مخ وي، او اقلیمي بدلونونو دا ستونزې لا زیاتې کړې دي.
آیاواېم خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلون اغېزې او پرلهپسې طبیعي آفتونه په افغانستان کې د خلکو د بشري مرستو اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتې کړې دي.
یاد سازمان تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر افغانان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، په هیواد کې دننه بېځایه کېدنو او له نورو هېوادونو د جبري ایستلو له امله له سختو شرایطو سره مخ شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه