د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار: موافقه "د افغانستان اسلامي جمهوریت" سره کوو


د څو اونیو د ځنډ نه وروسته د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مذاکراتو هیئت یو ځل بیا کابل ته تللی او د حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې د سولې پر مادو باندې موافقه شوې ده او ډېر ژر به لاسلیک شي.

د حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې خبرې اترې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې او یو ځل داسي اعلان وشو چې د پنځویشتو مادو پر مسوده باندې هوکړه شوې ده.

حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې د ځنډیدلو علت یې د هغه پلار یعنې مشر حکمتیار ته د مسودې د کاپي لیږل او د هغه نظر اخیستل وو. هغه زیاتوي چې اوس موافقه شوې ده او پلار به یې ډېر ژر کابل ته راشي.

حبیب الرحمان وایي هغوی له یو شمېر غوښتنو تیر شوې دي او حکومت هم په موافقتنامه کې د ځینو اصطلاحاتو بدلول منلي دي.

کشر حکمتیار وایي "د څلورمې، اتمې او دیارلسمې مادې په اړه موږ باید سره وغږیږو. د هرې مادې په پای کې موږ دا ور اضافه کړې دي چې په دې موضوع به دواړه مشران گډ تصمیم نیسي او حکومت اطمینان راکړی چې دا غوښتنه یې منلي ده."

ملي وحدت حکومت که د افغانستان اسلامي جمهوریت

په مسوده کې دوه اړخونه داسي معرفي شوې دي "دا موافقه د ملي وحدت د حکومت او د اسلامي حزب تر منځ کیږي" خو اوس اسلامي حزب غواړې چې د ملي وحدت د اصطلاح پر ځای باید "د افغانستان اسلامي جمهوریت" ولیکل شي.

حبیب الرحمان حکمتیار له څه مودې راهیسي کابل ته تگ راتگ کوي او په سیاسي چارو کې فعال دی
حبیب الرحمان حکمتیار له څه مودې راهیسي کابل ته تگ راتگ کوي او په سیاسي چارو کې فعال دی

د حکمتیار زوی حبیب الرحمان وایي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم ټولو خلکو ته د منلو وړ دی، د ملي وحدت حکومت هم یو حقیقت دی خو ښایي عمر یې دوه کاله وي.

هغه زیاتوي "موږ هیڅ کومه نامشروع غوښتنه نه ده کړې چې مذاکرات ختم شي، او نه هم کومه نامشروع غوښتنه تحمیلوو، موږ نه نیم حکومت غوښتی دی، نه مو وزارت غوښتی دی او نه ولایت غواړو."

په همدې ترڅ کې د افغانستان حکومت هم د موافقتنامې لاسلیک کیدلو ته خوشبیني ښکاروي او په دې لاره کې کومه شتونزه نه ویني.

د سولې د عالي شورا غړی مولوي عطاالرحمان سلیم وایي چې د حزب د هیئت مشر کابل ته راغلی دی او ډېر ژر به یې نور غړي هم کابل ته ورسیږي چې خبرې اترې نتیجې ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG