د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند پرلت کوونکو د نه خوړو اعتصاب دوام لري


پرلت کوونکو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی
پرلت کوونکو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی

په هلمند کې د افغانانو د وژلو په ضد او سولې د غوښتلو لپاره د پیل شوي پرلت غړو د نه خوړولو اعتصاب نن د جمعې ورځې ته اوږد شوی دی.

د دوی غوښتنه دا ده تر هغه به دا اعتصاب روان وي چې لږ تر لږه "دوه ورځې جنګ بند" شوی نه وي. دا اعتصاب له دې پلوه هم مهم بلل کیږي چې د نارینوو تر څنګ په کې یو شمېر ښځو هم برخه اخیستې ده.

د دغه پرلت یو ګډونوال اقبال خیبر د نورو په استازیتوب امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له ادرسه ورته یو پيغام رسیدلی وو او ورڅخه غوښتل شوي وو چې " د ولسي حرکت غړي دې د طالبانو سره تر خبرو مخکې لومړی په ښوراب او کندهار هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو سره خبرې وکړي تر څو د بمباریو مخه ونیول شي".

هغه وویل، د دغه ځواب وروسته دوی د نه خوړلو اعتصاب له تېر ماښام راهیسې پيل کړی، چې د خپلو غوښتنو تر لاسه کوولو پورې به ورته دوام ورکړي.

د بلې خوا د هلمند ولایتي چارواکي د پرلت کوونکو خېمې ته ورغلي او د افغان حکومت له پلوه يې پرلت کوونکو ته د اوربند ډاډ ور کړی دی.

د هلمند ولایت مرستیال او سرپرست مجاهدالله صفاري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې افغان حکومت د سولې په اړوند د بین الافغاني هرې هڅې ملاتړ کوي.

ښاغلي صفاري وویل " موږ د اعتصاب او پرلت په درناوي د ولسي حرکت ملاتړ کوو او د اوربند غوښتنې ته يې هم لبیک وایو، که وسله وال طالبان و غواړي د دې ولسي حرکت په منځګړتوب مذاکرات او یاهم اوربند وکړي نو حکومت له قید او شرط پرته حاضر دی، هر کله چې هغوی مذاکراتو ته حاضر شول او اعتصاب کوونکي د اور بند غوښتنه وکړي نو موږ به يې هم همغه شیبه ورسره ومنو".

ټاکل شوې وه چې اعتصاب کوونکي پرون (پنجشنبه مارچ۲۹) د هلمند د موسا کلا ولسوالۍ کې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو ته ولاړ شي، خو طالبانو له پرلت کوونکو غوښتي چې هغوی ته تر ورتلو مخکې باید د بهرنیو ځواکونو د "پوځي مرکزونو مخې ته احتجاج" وکړي.

Helmand Peace protest Parlat
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

دوی وايي افغان حکومت او وسله والو طالبانو ورته مثبت ځواب ورنکړ او هغوی هم د نه خوړو اعتصاب پیل کړ.

د دغه پرلت یو ګډونوال قیس هاشمي په ژړا کې وویل"اوبه نه څښو...ما تاته لمن غوړولې چې سوله وکړه، ژوند دې خراب کړی، ته دومره زورور يي...."

یوې اعتصاب کوونکې حسیني احساس امریکا غږ ته وویل "موږ په جنګ کې ښکیلو غاړو ته د پښتنو میرمنو پلو نیسو، چې سوله وکړئ. د جنګ قربانیان موږ یو. که مو زوی وژل کیږي، مېړه مو وژل کیږي، وروڼه وژل کیږي" ټول درد یې مېرمنو ته رسیږي.

د پرلت په خیمه کې ښځې هم ناستې دي
د پرلت په خیمه کې ښځې هم ناستې دي

د جمعې په ورځ په هلمند کې یو ورزشي لوبغالي ته نژدې ځانمرګی برید وشو چې لسګونه کسان یې په ووژل او ژوبل کړل. دوی له همدغه برید وروسته د افغان وژلو د بندولو او سولې د راوستلو پرلت پیل کړ.

مېرمن احساس وايي د پرلت په خیمه کې د هلمند د ‍۱۴ ولسوالیو ښځي برخه لري او د دوی په منځ کې هېڅ سیاسي او حکومتي کس نشته.

پرلت کوونکو غوښتل چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو ته ولاړ شي، خو د طالبانو ځواب منفي و
پرلت کوونکو غوښتل چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو ته ولاړ شي، خو د طالبانو ځواب منفي و

هغه وايي د پرلت په خیمه کې چې کومې ښځې راټولې شوي دي "یا یي خاوند وژل شوی، یا یې ورور، یا زوی او یې پلار په جنګونو، چاودونو او نورو پېښو کې."

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېرو خلکو دا پرلت ستایلی دی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د میرمنو غږ ته مثبت ځواب ووايي.

څو اونۍ مخکې په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په اسلام اباد کې پرلت پیل کړ. له هغه وروسته یو شمېر ځوانانو په کابل کې همدغه کار وکړ.

دا پرلت د افغان وژنې ضد او سولې لپاره پیل شوی دی
دا پرلت د افغان وژنې ضد او سولې لپاره پیل شوی دی

ویل کیږي د هلمند د ګرېشک په ولسوالۍ کې هم ولسي خلکو خیمه وهلې او د سولې غوښتنه کوي. افغان حکومت څو اونۍ مخکې له کوم شرط پرته طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ، خو طالبانو تراوسه دغه وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG