د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت دې عامو افغانانو ته د "ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې" کړي


له ۵۰ سلنې ډېر افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۴۴ سلنه یې صحي خوړو ته لاسرسی نلري.
له ۵۰ سلنې ډېر افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۴۴ سلنه یې صحي خوړو ته لاسرسی نلري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دغه هېواد له دولت نه غواړي چې عامو وګړو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه کمیسیون د ټولنیز عدالت غوښتنې نړیوالې ورځې په مناسبت نن شنبه فبروري ۲۰ (کب ۲) ویلي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټولنیز عدالت مراعات شي.

د یاد بنسټ په یوې اعلامیې کې راغلي دي: "د بشری حقوقو خپلواک کمیسیون له دولت نه غواړي چې عامو خلکو ته باید لومړنۍ اسانتياوې لکه د څښاک اوبه، برښنا او د بېځایه شویو اړتیاوې پوره کړي او فقر له منځه یوسي."

دبشري حقونو کمیسیون وايي چې دغه اسانتیاوې باید سن، مذهب او جنسیت ته په کتو نه وي او ټول په مساوي توګه ترې برخمن شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د لومړنیو اسانیتاوو برابرولو خبره کوي چې د افغانستان حکومت په وینا تر ټولو ډېره هڅه یې د سولې ټینګول دي.

د حکومت او طالبانو پلاوي د قطر په دوحې کې د میاشتو راهیسې په بین الافغاني خبرو اخته دي خو عام خلک یې لا هم عملي پایلو ته اندېښمن دي.

له بلې خوا د رپوټونو پر بنسټ له ۵۰ سلنې ډېر افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۴۴ سلنه یې صحي خوړو ته لاسرسی نلري.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال په رپوت کې ویلي و چې لږ تر لږه ۶،۳ میلیونه افغان ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتيا لري. دغه کچه د کرونا اوبا او د جګړې دوام ته په کتو ښايي په ۲۰۲۰ کې لا هم لوړه شوې وي.

د برښنا په برابرولو کې حکومت له کورنیو او وارداتي سر چینو له لارې برښنا برابروي خو یوازې په روان ژمي کې دغه لړۍ څو وارې ټکنۍ شوه.

په دغه جریان کې د کابل په شمول لږ تر لږه د افغانستان ۱۳ ولایتونه د برښنا له نعمته محروم شول. اوس مهال دغه چاره په عادي توګه روانه ده خو لا هم یوه بنسټیزه حل لاره ورته نه ده برابره شوې.

حکومت وايي چې د اوبو پر لسګونو بندونو باندې کار روان دی تر څو اوبه زېرمه او برښنا تولید کړي.

XS
SM
MD
LG