د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان-چین سوداگریزې الوتنې زیاتیږي


د افغانستان حکومت غواړي چین ته د صادراتو د زیاتیدو په مقصد د هوایي دهلیز له لارې هغه هیواد ته د سوداگریزو پروازونو شمیر زیات کړي.

په مالي او بانکدارۍ چارو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د سلاکار ویاند سمیر رسا، د دوشنبې په ورځ (مرغومۍ ١٧) خبریالانو ته وویل اوسمهال چین ته په اونۍ کې شپږ تجارتي الوتنې کیږي.

ښاغلي رسا وویل "پدې وروستیو کې مو د کام ایر سره یو هوکړه لیک لاس لیک کړ چې چین ته په اونۍ د پروازونو شمیر لسو ته لوړ شي چې جلغوزي به انتقالوي. همداشان د کام ایر هوایي شرکت اعلان کړی چې چین ته په اونۍ کې د کارگو په توگه یو پرواز وکړي چې سل ټنه جلغوزي به انتقالوي".

رسمي شمیرې ښیي چې په وروستیو دوو میاشتو کې ١٠٨٠ ټنه جلغوزي په ٥٥ الوتنو کې چین ته صادر شوي دي.

افغانستان اوسمهال د چین، هند، قزاقستان، اندونیزیا، عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمیر اروپایي هیوادونو ته نهه هوایي دهلیزونه لري.

خو سمیر رسا وویل چې د افغانستان د خصوصي سکتور سره مشورې روانې دي او هر هغه هیواد ته چې افغان سوداگر وغواړي حکومت حاضر دی چې ورته هوایي دهلز جوړ کړي.

همداشان افغانستان په پام کې لري چې د هیواد سترو او مهمو ښارونو هوایي ډگرونه د نورو هیوادونو سره د هوایي دهلیزونو له لارې ونښلوي.

دا پداسې حال کې دي چې د دوشنبې په ورځ چین ته ٢٠ ټنه جلغوزې، هند ته ١٣ ټنه انجه (هینگ)، ترکیې ته دوه ټنه څرمنې او د پسانو کولمې او فرانسې ته دوه ټنه وچې میوې د هوا له لارې په څلورو ځانگړو پروازونو کې صادر شول.

د ١٣٩٦ کال په مرغومي کې د هوایي دهلیزونو د جوړیدو راهیسې افغانستان ٥۴٠٠ ټنه سوداگریز توکي نړیوالو بازارونو ته صادر کړي دي چې تازه میوه، پوستکي، قره قل، طبي نباتات، غالۍ او لاسي صنایع پعه کې شامل دي.

رپوټ: خیرالله رسولي - امریکا غږ

XS
SM
MD
LG