د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په یوه میاشت کې۵۰۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر کړي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په تېره شااوخوا یوه میاشت کې له ۵۰۰ ټنو څخه زیات تور جلغوزي چین ته صادر کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر پایه به دغه اندازه تر زر ټنو زیاته شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول چین ته د جلغوزیو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

اکبر رستمي
اکبر رستمي

رستمي وايي، چین د افغانستان د جلغوزیو رانیولو ته ډېره لېوالتیا لري او وايي، دغه هېواد ته د صادر شوو جلغوزیو کچه تر ۴۰ میلیونو زیاتو ډالرو ته رسېږي.

کابل او بیجینګ د سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان او چین ترمنځ هوايي‌ دهلېز د روان کال د عقرب پر ۱۵ پرانیستل شو، او په لومړي پړاو کې ۲۰ټنه جلغوزي چین ته صادر شول.

د کرنې او مالدارۍ وزارت همدارنګه وايي چې د افغانستان تور جلغوزي په هند، متحده عربي اماراتو او نورو اروپايي هېوادونو کې ښه بازار لري او په وروستیو کې دریو میاشتو کې ۱۲۰ ټنه جلغوزي د ځمکې له لارې هم دغه هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان جلغوزي
د افغانستان جلغوزي

رستمي وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ځينو ګاونډیو هېوادونو لخوا د دغه هېواد جلغوزي په نړیوالو بازارونو کې په قاچاقي ډول پلورل کېدل، خو اوس لومړی ځل دی چې د افغانستان په نوم په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د جلغوزیو صادرات په کال کې ۲۳زره مټریکه ټنه ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG