د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او بیجینګ د سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت او د چین د بازار د تنظیم ادارې، د د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره، د چهارشنبې په ورځ (لیندۍ/قوس ۱۴) د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرستې کاملې صدیقي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې له چین سره خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.

هغې زیاته کړه "زموږ اساسي او عمده هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ دي او په افغانستان کې د اقتصادي مسایلو د انکشاف او د پانګونې د ودې لپاره د دواړو هیوادونو د قوانینو او مقرراتو څخه خبریدل دي، په ځانګړي ډول د صادراتو او پانګونې په برخو کې د افغانستان د صنعت او د خصوصي سکتور د انکشاف په برخه کې او د خصوصي سکتور د فعالیتونو په نتیجه کې زموږ د خلکو لپاره د کار او د هوسا ژوند زمینې برابرول دي".

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا د تړون په اساس، دواړه هیوادونه د صنعت، سوداګرۍ او کوچینو تشبثاتو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

د چین د بازار د تنظیم وزیر ژنګ ماو په دې غونډه کې د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، چې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ بحثونه د قناعت وړ وو.

هغه زیاته کړ: "د دې چوکاټ په اساس به موږ له یو بل سره لانږدې اړیکې ولرو، موږ به د دوه اړخیزو اړیکو د ډیرولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړو او موږ به هم د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د لارو چارو د موندلو پر سر خبرې وکړو".

د ښاغلي ماو پر وینا، دواړه خواوې د دغه تړون له مخې د همکاریو د زیاتوالي سربیره د افغانستان او چین د خلکو د ګټو لپاره هم کار کولی شي.

افغانستان د روان لمریز کال په لړم میاشت کې له چین سره هوايي دهلېز هم پرانیست او د لومړي ځل لپاره یې د هوا له لارې دغه هیواد ته جلغوزه صادره کړه.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې، د کابل او بیجنګ ترمنځ د سوداګرۍ کچه هرکال ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې لویه برخه یې افغانستان ته واردات جوړوي.

افغانستان د دغه تړون په لاسلیک کولو سره هڅه کوي، چې غالیو، قیمتي ډبرو، زعفران، آنار او یو شمیر نورو تولیداتو ته په چین کې بازار پیدا کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG