د لاس رسي وړ اتصالات

له هرو دریو افغان ماشومانو دوه یې ځان خوندي نه احساسوي - سروې


د ماشومانو د ساتنې ادارې یا"سیف د چلډرن" په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه تازه سروې کې دا موندلې ده، چې له هرو دریو ماشومانو دوه یې ښوونځیو ته پر لار د چاودنو او تښتولو په ګډون د تاوتریخوالي له پېښو سره سره مخ شوي دي.

دغه سروې، چې نن د سې شنبې په ورځ «لړم ۲۸ مه» خپره شوې، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ۹۰ تنو ماشومانو او تر ۶۰۰ پورې د ماشومانو له پلرونو سره د مخامخ مرکو پر اساس ترتیب شوې تر ۹۵ سلنې پورې د ماشومانو پلرونو سروې کوونکو ته ویلي، چې اولادونو یې جګړې تجربه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د چهارشنبې ورځ د لړم «۲۹ مه» د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون دیرشمه کلیزه ده.

د " سیف د چلدرن" موسسې د سروې له مخې افغان ماشومان په پرله پسې ډول په هغو شرایطو کې، چې ژوند کوي هغوی د خپل ژوند په اړه په وېره کې دي او په سختو حالاتو کې د ملاتړ د نشتون له امله اندېښنې لري.

دا سروې وايي:"د افغانستان په ځینو برخو کې تر ۹۵ فیصدو پورې اندېښمنو پلرونو، چې ورسره مرکې شوي ویلي، چې د دوی اولادونو جګړه تجربه کړې ده، په کابل د افغانستان په پایتخت کې دا اندازه ۶۵ فیصده وه".

د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، افغان ماشومان ښوونځیو ته د تګ راتګ په لار د چاودنو، ډزو، د هلیکوپټرو د بریدونو او اوازونو په وېره کې ژوند کوي.

دا اداره وايي:" افغان ماشومانو د بازار ته د تګ پر مهال او یا هم له خپلو کورونو بهر د لوبو پر مهال همدا ډول پیښو سره مخ کیږي، یوازې ۳۰ فیصده ماشومان په ښوونځیو کې ځانونه خوندي احساسوي، خو انجونې بیا د هلکانو پرتله ځانونه کم خوندي ګڼي".

ډېرو ماشومانو مرکه کوونکو ته ویلي، چې کله هم هغوی بهر ته وځي ډېر ویریږي.

د سرپل په ولایت کې یوې ۱۴ کلنې انجلې مرکه کوونکو ته ویلي:"کله، چې له کوره بهر جګړه ونښلي، زمونږ په کلي کې هیڅ ځای خوندي نه وي، خو کور بیا هم له بهر څخه ښه وي. مونږ د خپلو خونو په کونجونو کې ځانونه پټوو".

کابل کې یو بلې ۱۶ کلنې انجلۍ مرکه کوونکو ته ویلي:" زما ۱۴ کلن ورور د دارالامان پر سړک د برید ځای سره نږدې وو، د برید وروسته هغه تل ویریده او اندیښمن به وو او کله به هم، چې لوړغږ وشو، حتی د کور د دروازې په لوړ غږ به هغه له خپل ځای پورته کیده".

د افغانستان لپاره د «سیف د چلډرن» موسسې رئیس اونو وان ماینین ویلي، چې د دغې ادارې څیړنې ښودلې، چې افغان ماشومان د تاوتریخوالي په چاپیریال کې ژوند کوي او د روحي ناروغیو څخه کړیږي.

دغه چارواکي ویلي، چې ښوونځیو ته د تګ راتګ پرمهال باید د افغان ماشومانو ساتنه وشي او ښوونځي باید د جګړو څخه لرې وساتل شي.

د ماشومانو د ملاتړ دغه اداره وايي، تعلیم د ماشومانو اساسي حق دی او باید هیڅکله د دې له امله، چې ښونځیو ته تګ راتګ ډیر زیات خطرناک دی، ماشومان له زده کړو محروم نشي.

د " سیف د چلډرن" ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې شااوخوا ۱۱۵۳ ښوونځي د جګړو له امله اغیزمن شوي دي، یوازې په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۷۷ ښوونځي د جګړو له امله اغیزمن شوي وو.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال د دې له امله، چې ښوونځیو څخه د رایې اچونې د مرکزونو په توګه کار اخیستل کیده ڼو ځکه پر ښوونځیو بریدونه زیات وو.

د پوهنې وزارت په تیرو شپږو کلونو کې د پوهنې منسوبینو ته تر دوه زره ۷۸۷پورې تلفات ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG