د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د انټرنیټ بیعه ټیټیږي – مخابراتو وزارت


د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کورنو او دفترونو د انټرنیټ کاروونکو ته تر ۳۷ فیصدو پورې د انټرنیټ بیعې ټیټوي.

د دغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي د چهارشنبې په ورځ ( زمري دویمه) کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې حکومت د ګرځنده تیلیفونو له لارې د انټرنیټ کاروونکو ته هم د انټرنیټ د بیعو په ټیټیدو کار کوي.

ښاغلي هاشمي وویل " کوم انټرنیټ چې تاسو په خپلو کورونو او دفترونو کې د ۹۶ ډالرو په مصرف کاروه، له دې وروسته به ترې په ۶۰ ډالرو ګټه واخلئ. همدارنګه د ۳-جي او ۴-جي د بیعو د تنظیم لپاره چې تاسو یې په خپلو تیلیفونونو کې کاروی، کار روان دی".

د انټرنیټ د نوو بیعو له مخې به "ثانیه کې هر یو ایم بي " انټرنیټ استعمال په ۶۰ امریکايي ډالره وپلورل شي. دمخه دا اندازه انټرنیټ په ۹۶ امریکايي ډالره پلورل کیده. په افغانستان کې د نورو هیوادونو پرتله د انټرنیټ بیعې لوړې دي.

افغان حکومت د انټرنيټ د بیعو د لوړوالي علت په دغه هیواد کې د فایبر د زیربناو د نشتوالي ترڅنګ د بریښنا نشتون او یو شمیر نور عوامل ګڼي .

اوس مهال افغانستان د نوري فایبر ۴۰۰۰ کیلومټره مزي لري، چې د دغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې یواځې ۲۵ ولایتونو ته غځیدلي دي.

د افغان تیلي کام مخابراتي شرکت رئیس اجمل عیان وايي چې د دې ستونزې ترڅنګ د امنیت نشتوالی هم د انټرنیټ د بیعو په لوړیدو اغیزه لري.

ښاغلي عیان چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرست وزیر سره یې خبریالانو سره د انټرنيټ په اړه خبرې کولې وویل، چې یوه بله یوه ستونزه انټرنیټي او ګرځنده تیلیفوني شبکو ته د وسله والو مخالفانو امنیتي ګواښونه دي.

ښاغلي عیان وویل " په سایټ باندې چې مونږ یو لک ډالر مصروفوو، هغه تخریبیږي".

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو له خوا مخابراتي شرکتونو ته ګواښونو له امله د افغانستان په ډیرو برخو کې خلک د شپې له خوا تیلیفوني اړیکې نشي ټینګولی.

د همدې ډول ګواښونو په لړ کې د نږدې یوې اونۍ راهیسې مخابراتي شرکتونو د بلخ په ولایت کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې دا ډول ګواښونه په ټول افغانستان کې شته او کوم ځانګړي ولایت پورې تړلي نه دي.

ښاغلي هاشمي وویل " کوم ګواښ چې شته، هغه د ټول افغانستان په کچه دی، د مثال په ډول مخابراتي شبکو ته ویل کیږي، چې که چیرې تاسو په بلخ کې خپل مخابراتي خدمتونه بند نه کړئ ، مونږ به په هلمند کې ستاسو پر انتنونو برید وکړو یا د افغانستان په بله کومه سیمه کې پرې برید وکړو".

اوس مهال په افغانستان کې ۹.۷ میلیونه خلک انټرنیټ کاروي.

XS
SM
MD
LG