د پاکستان جمهور ریْس آصف علي زرداري نن د جمعې په ورځ تهران ته ورسید چې د افغانستان د جمهور ریْس حامد کرزي او د ایران د جمهور ریْس محمود احمدي نژاد سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی زرداري په د احمدي نژاد سره پر یو لړ دوو اړخیزو خبرو باندي خبری وکړي چې په کښي د ایران اوپاکستان ترمنځ د ګازو د پایپلاین موضوع هم شامله ده.
په ایران کې د جمهور ریْس زرداري مجلس په داسي حال کې کېږي چې د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژلو وروسته خړې پړې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او آمریکا ترمنځ هم اړیکې وروسته له هغه نه سړې شوې چې جمهور ریْس کرزي په وار واري سره د ملکیانو د وژلو له امله چې د ایتلافي قواوو په بمباریو کې وژل کیدل، خپله غوصه څرګنده کړه.
د درې اړخیز کنفرانس ترڅنګ ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان مشران به د شنبې په ورځ د تروریزم ضد په یوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي چې کوربه توب به یې د ایران حکومت کوي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د سوډان جمهور ریْس عمر البشیر، د عراق جمهور ریْس جلال طلباني او د تاجکستان جمهور ریْس امام علي رحمانوف هم ګډون وکړي.