د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ موظف شوی چې د داعش د ډلې د پکتیکا په ولایت کې د دې ولایت د والي د وروستنیو څرگندونو په هکله پلټنې وکړي.
د پکتیکا والي عبدالکریم متین، تیره اونۍ رسنیو ته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت شورا "د اسلامي دولت د ډلې د کورنیو د غړو سره" مرسته کړې ده.
ښاغلي متین ادعا کړې ده چې د داعش پورې اړوند کسان د دیورند د کرښې له هغه غاړې څخه افغانستان ته راغلي او د پکتیکا ولایت په مختلفو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.
د پکتیکا د والي دغو څرگندونو د ملي شورا د غړو ترمنځ سخت بحثونه رامنځ ته کړل او د ولسي جرگې غړو د دې موضوع د جدي پلټنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان جمهوري ریاست د چارشنبې په ورځ په یوه خبري پاڼه کې د حقیقت موندنې د یو کمیسیون د موظف کولو په اړه خبر ورکړ چې تر راتلوونکو لسو پورې خپلې ترلاسه کړې نتیجې جمهور رئیس ته وړاندې کړي.
په دې کمیسیون کې د عدلیې او د مهاجرینو د چارو وزیران او د ملي امنیت عمومي رئیس او همداشان د ولسي جرگې او مشرانو جرگې یو شمیر غړي هم گډون لري.