د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې په پارلماني ټاکنو کې د ښځو حضور د تصور نه ليرې و ـ د ښځو چارو ریاست


شنبې ورځ د عقرب په پنځمه کندهار کې پارلماني ټاکنې تر سره شوې ،دا چې د ښځو حضور په دی ټاکنو کې څنگه و؟

د کندهار ولايت د ښځو چارو ريسې رقيې اڅکزۍ امريکا غږ اشنا ته وويل:

د کندهار په پارلماني ټاکنو کې د ښځو پراخ حضور له تصوره ليري و.

میرمن اڅکزۍ​ وویل ”ښځو وښودله چې د دوئ مدني فعاليتونو او هلوځلو نتيجه ورکړې او په د مکراتيکو پروسو کې یې ونډه مهمه ده”.

ميرمن اڅکزۍ زياته کړه،داسې ښځې یې ليدلي چې د ډیرې ليرې فاصلې څخه چې کوچنيان په غيږ کې وو، پیاده راغلې وې تر څو خپله رایه وکاروي.

هغې دا هم وويل چې په دا ډول دمکراتيکو پروسو کې د ښځو د پراخ گډون لپاره امنيت ډیرمهم دی.

د تېرې اوونۍ له امنیتي پېښې وروسته چې له امله يې د امنيې قوماندان او د ملي امنیت مشر ووژل شول، په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات ځنډول شوي و چې د شنبې په ورځ د لړم د میاشتې په پنځمه تر سره شول.

رقيې اڅکزۍ سره د امريکا غږ مرکه دلته اوريدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00
XS
SM
MD
LG