د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې یو نوی روغتون جوړېږي


په کندهارکې د۱۰ ميليونه ډالروپه مالي لګښت څلور سوه بستيريزه روغتون جوړيږي
دغه روغتون په عينو مېنه کې د۱۳۷ جريبه ځمکي په مساحت کې افغان حکومت جوړ وي . دکندهار د عامې روغتيا ريس ډاکترعبدالقيوم پخلا دعينو بنياد له مشرمحمود کرزي سره په يوه ګډې خبري غونډه کې وويل چي دغه روغتون به د ځانګړي ظرفيت لرونکی وي .

د نوموړي په وينا چي د روغتون لمړني مراحل بشپړ شوي دي او د۲ کالو په موده کې به دغه روغتون ګټي اخيستنې ته وسپارل شي . په کندهار کې دغه جوړيدونکی روغتون به د ميرويس روغتون سره په خوا کې د حوزې دناروغانو د درملنې لپاره وکارول شي .

د کندهار د عامې روغتیا ریْس داکټر پخلا داسي وايي:،، دا شفاخانه به له هره پلوه مجهزه وي اوجمهورريس کرزي د وزیرانو په شوراکې تيره مياشت پريکړه وکړه چي دغه روغتون ته بايددولت بوديجه ورکړي ،له هغه وروسته موږ د ځمکي ستونزه لرل چي د افکو کمپنۍ مشرمحمود کرزي زموږ سره ديوې ډېري قيمتي ټوټي ځمکي کمک وکړاودا روغتون به تر۲ کلونوپوري جوړشي،،.

دعينوبنياد مشرمحمود کرزي وويل چي د دغه روغتون لپاره يې د نږدې ۷ ميليونه ډالروپه ارزښت ۱۳۷ جريبه ځمکه په وړيا ډول دعامي روغتيا رياست ته ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه چې چمتو دی دخصوصي سکتورپه ملاتړهغه متخصيص ډاکتران چي پدغه روغتون کې په دنده ګمارل کيږي ،له مالي پلوه هم تمويل کړي. ،، موږ وينو چي زموږ ناروغان پاکستان او يا هم هندوستان ته ځي ،زموږهيله دا ده چي دغه روغتون زموږ دغه اړتیا راپوره کړي اوکه چيري هغه متخصیص ډاکتران چي دولت يې معاشات نشي ورکولای موږ حاضر يو چي هغه معاشات هم ورکړو،،.

محمود کرزی زياتوي چي پدې ولايت کې دباز سازۍ په نوم اخيستل کيدونکې پيسې بايد پرهغوټول ګټورو پروژو ولګول شي چي په کندهارکې يې زياته اړتيا ليدل کيږي.

دم ګړۍ دټول کندهار په کچه ۴۷ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري خولاهم ريګستان غورک اونيش هغه والسوالۍ دي چي هيڅ روغتيايي مرکزنلري. دوروستيو معلوماتو له مخې په زرګونه افغان ناروغان هره مياشت د ښې درملنې لپاره په بهرکې پرتداوۍ تر۲۰ ميليونه ډالر زيات مصرف کوي چي دا د ملي اقتصاد لپاره يوه سترضايعه بلل کيږي .
XS
SM
MD
LG