د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجشیر د سیند نوي خوندونه


یوه ډله اروپایي کشتۍ چلوونکي ورزشکاران په رنگارنگو کشتیو کې سپاره د پنجشنير په سیند کې د کشتۍ له چلولو نه خوند اخلي او د سیمې هیجاني ماشومانو ته په دې هیله یو نوی سپورت معرفي کوي چې ډیر ژر به یې زده کړي.

د پنجشیر دره د کابل د شمال په ١٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده. دا لومړۍ ځل دی چې د پنجشیر په ارامه سیمه کې دغه سپورت معرفي کیږي.

سکاټلنډي کښتۍ چلوونکي ورزشکار کالم سټرانګ چې په دې وروستيو کې د ايډنبره له پوهنتون څخه د ځمکې پوهنې يا جيولوژۍ پوهنځي نه فارغ شوی اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویلي چې د پنجشېر سيند د نړۍ په کچه د وړو سپورټي کشتيو د چلولو لپاره تر ټولو مناسب ځاى دى.

له هغه سره درې تنه نور هم ملګري وو چې خپل ټول وخت او پيسې يې پر دې لګولي چې په نړۍ کې د تر ټولو غوره رڼو اوبو د پيدا کولو لپاره تحقيق او پلټنه وکړي.

دوى ته د پنجشېر سيند تر ټولو مناسب ښکاره شوى حتى د افغانستان ناامنيو هم د دوى اراده کمزورې نه کړه.

له کالم سټرانګ سره بريتانوى جو ريا ديکينز، سکاټلنډى جېمز سميت او اتريشي کريسټوف ستورسا ملګري وو.

کالم سټرانګ وایي "مخکې له دې چې دلته راشم، زه وېرېدم، ځکه د افغانستان په هکله مې تل بد خبرونه اوریدل، خو زما په نظر که تاسې د نړۍ هرې برخې ته لاړ شئ هلته زيات خلک ښه دي، د دې ځاى سيند ډېر ښکلى دى، موږ هم هیله درلوده چې دلته راشو."

د کوچنيو ورزشي کشتيو دغه چلوونکي وايي د پنجشنېر اوسېدونکو ته يې دغه سپورټ معرفي کړ او په دې کار خوشحاله دي.

دوى د دې ولايت ځينو ځايي اوسېدونکو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکوي. محمد کریم وایي "ما د دې سپورت په هکله اوریدلي و خو هیڅ کله مې لیدلي نه و. اوس چې مې له نږدې ولیدو ډیره خوشاله شوم، ځکه چې په زړه پورې سپورت دی."

XS
SM
MD
LG