د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا له افغانستان څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وګټله


سري لانکا له افغانستان څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وګټله
سري لانکا له افغانستان څخه د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم وګټله

سري لانکا له افغانستان څخه د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله. سري لانکا په دویمې لوبې کې افغانستان ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دوشنبې د ورځې فبروري ۱۹ (سلواغه۳۰) په لوبې کې د افغان لوبډلې کپتان ابراهیم ځدراڼ د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

سري لانکا په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

د سري لانکا کپتان هسرانګا د لوبې په سر کې وویل چې هڅه کوي تر ۱۹۰ پورې منډې وکړي.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۷ اورونو کې په ۱۱۷ منډو کې وسوځېدل.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ ده چې سري لانکا دواړه لوبې وګټلې او درېیمه او وروستۍ لوبه یې د چهارشنبې په ورځ ده.

تر دې مخکې سري لانکا له افغانستان څخه د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ او د ټست یوه لوبه هم ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG