د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته ووت


محمد شهزاد ۵۴ منډې وکړلې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
محمد شهزاد ۵۴ منډې وکړلې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

افغانستان د آیرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړله. د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتې په دیرشمې نیټې په انګلستان کې پیل کیږي.

په ننۍ لوبې کې د آیرلینډ لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه چې افغانستان ورته د لوبې په پنځوسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

د توپ اچونې په برخې کې راشد خان د آیرلینډ ۳ او دولت ځدران ۲ لوبغاړي وسوځول. په توپ وهنې کې بیا د ټولو نه زیاتې منډې د افغانستان ویکټ ساتونکي محمد شهزاد وکړلې. هغه ۵۴ منډې وکړلې او د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

د شهزاد سره د ګلبدین نایب ملګرتیا افغانستان ته دا فرصت برابر کړ چې ښه لوبه پیل کړي. نایب ۴۵ رنزونه وکړل. ګلبدین نایب د افغانستان لپارهمعمولاً د لوبې په وروستیو اورونو کې لوبې ته راځي خوپدې تیرو دوه لوبو کې د محمد شهزاد سره یو ځای په پیل یا (اوپننګ) کې لوبه کوي او دواړه ځله یې وشو کړی چې د لوبډلې لپاره ښه لوبه پیل کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوبې مبارکي ټول افغان ولس ته ورکړې. جمهور رئیس د افغانستان ملي لوبډلې ستایلي او د ټول هیواد "ویاړ" یې بللې.

د اصغز ستانکزي ۳۹ مهمې منډې

د ټولنیزو مطبوعاتو په شبکو کې تر ډیره حده خلکو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان اصغر ستانکزي نننۍ لوبه ستایلي دي ځکه چې هغه نن د افغانستان لپاره پداسې حال کې لوبه وکړله چې د څو اوونۍ د مخه یې د (اپنډیکس) عملیات وکړل. ښاغلي ستانکزي د همدې عملیات په خاطر د غوراوي سیالیو په لومړني پړاو کې لوبه ونکړله او راشد خان د هغه پر ځای موقتي کپټان وټاکل شو.

په ننۍ لوبې کې څو ځله د افغانستان د لوبډلې (فزیو) ولیدل شو چې د اصغر ستانکزي د زخم پټۍ یې بدله کړله. خلکو په د ټولنزیو مطبوعاتو په شبکو کې اصغر ستانکزی "زخمي زمری" یاد کړی.

د سوپر ۶ روانډ په پیل کې افغانستان هیڅ پواینټ نه درلود او داسې فکر هم نه کیده چې ښایي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته به ووځي. افغانستان پدې راونډ کې باید خپلې درې واړه لوبې ګټلې وی او په ګروپ کېیو شمیرنورو لوبډلو یا باید خپلې لوبې بایللی او یا مساوي شوی وی چې همداسې وشول او د افغانستان مزل یې نور هم آسان کړ.

د کریک انفو ویب پاڼې نړیوال جام ته د افغانستان وتل "معجزه" ګڼلې.

د افغانستان تر څنګ د ویسټ انډیز لوبډلې هم وشو کړی چې نړیوال جام ته ولاړ شي. ویسټ انډیز د غوراوي سیالیو په جدول کې لومړی او افغانستان دویم مقام وګاټه او پدې سره به دواړه لوبډلې د همدې میاشتې په ۲۵ مې یعنې د یکشنبې په ورځ په وروستۍ یا فاینل کې مخامخ شي.

د فاینل لوبې ګټل او بایلل نړیوال جام ته د لوبډلو په تګ اغیزه نلري خو که هرې لوبډلې وګټله، د ۲۰۱۸ کال د غوراوي سیالیو جام یا اتلولي هم وګټي. افغانستان د غوراوي سیالییو پدې تیرو لوبو کې دوه ځلې د ویسټ انډیز سره لوبې کړي او دواړه یې افغانستان ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG