د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په سوپر سیکس پړاو کې دویمه لوبه هم وګټله


راشد خان د عربي متحده اماراتو پنځه لوبغاړي وسوځول.
راشد خان د عربي متحده اماراتو پنځه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دویم پړاو (سوپر سیکس) کې دویمه لوبه د عربي متحده اماراتو د لوبډلې نه په پنځو لوبغاړو وګټله.

د اماراتو لوبډلې افغانستان ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړی و چې افغان لوبډلې ورته د لوبې په پنځه دیرشم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. د افغانستان پیل ښه نه و.

د محمد شهزاد، کپتان اصغر ستانکزي او محمد نبي په ګډون د سر څلور لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل خو ګلبدین نائب چې د معمول خلاف یې نن د افغانستان لپاره لوبه پیل کړله، د نجیب ځدراڼ په ملګرتیا یې وشو کړی چې د سیالې لوبډلې هدف ور پوره کړي.

ګلبدین نائب په نننۍ لوبې کې ۷۴ او نجیب الله ځدراڼ ۶۳ منډې وکړلې. د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نائب شو.

د توپ اچونې په برخې کې بیا د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لوبه راشد خان وکړله او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

افغانستان او آیرلینډ اوس څلور پواینټه لري، ویسټ انډیز ۶، زمبابوې او سکاټلینډ ۵ پواینټه لري. که افغانستان خپله وروستۍ لوبه د آیرلینډ نه وګټي، سکاټلینډ یې ویسټ انډیز ته وبایلي او زمبابوې یې اماراتو ته وبایلي او یا په همدې لوبو کې باران وشي او دواړو لوبډلو ته یو یو پواینټ ورکړل شي، بیا به د رن ریټ له مخې لوبډلې د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته وځي.

د افغانستان لپاره آسانه لار دا ده چې زمبابوې یې په اماراتو او سکاټلینډ یې په ویسټ انډیز وبایلي او افغانستان خپله لوبه د آیرلنډ نه وګټي.

د سوپر سیکس په پړاو کې د افغانستان دریمه او وروستۍ لوبه د آیرلینډ د لوبډلې سره د مارچ په ۲۳مې د جمعې په ورځ ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG